د منځني ختیځ مسلمانان او د سعودي 20 حاکمان

د منځني ختیځ مسلمانان او د سعودي ۲۰ حاکمان

که پر یمن دسعودي عربستان برید ته د فوټبال د یوې سیالۍ په سترګه وګورو نتیجه به یي څه وي؟ که چیرې پّ سوریه، عراق او یو شمیر نورو هیوادونوکې له ترهګرو سره د سعودی عربستان پټې او ښکاره همکاری او همدارنګه له ایران سره د سعودي عربستان د چارواکیو دښمني دې سیالۍ ته ورګډه کړو نو ددې سیالۍ نتیجه به مهم اړخونه ولري، چې په لاندې ډول اعلانیږي:

  • د یمن جګړې وروسته د ایتلاف له منځه تلل او له دې ایتلافه د ترکیې او پاکستان شاتګ او د اماراتي سرتیرو تیښته.
  • په عراق کې له ترهګرو د سعودي ښکاره ملاتړ چې له امله یې له دې هیواده د سعودي عربستاان سفیر ویستل شو او سعودي په بهرني سیاست کې سپکاوی.
  • پر یمن په برید کې د سعودي عربستان د ملاتړو په شا کیدل لکه قطر او امارات او په دې برخه :ې د ریاض یواځې پریښودل.

۴- د سعودي عربستاان له میلیونو ډالرو مرسته سره پّ سوریه کې النصرې ډلې له خبرو پرته بل هیڅ ډول لاسته راوړنه نه درولوده.

  • پر یمن په ځمکنیو جګړو کې پر له پسې د سعودي عربستان ماته او واک ته د عبداربه منصور هادي په بیرته را ګرځولو کې د سعودي عربستان د مشرانو ماته.
  • د سعودي عربستان لویه ماته داده:

۶ – حوثیان په هره سیاسي برخه کې د خبرو لپاره د یوه اساسي اړخ په توګه پاتې شوي دي.

۷ – د یمن راتلونکې پریکړې به حوثیان کوي او دوی دي چې ددې هیواد سیاسي پریکړې به کوي او سعودي عربستان باید دې موضوع ته غاړه کیږدي.

۸ – په یمن کې لوی ایتلافونه رامنځ ته شوي چې کولای شي د سعودي عربستان له ملاتړ پرته دا هیواد کنترول او مدیریت کړي.

۹ – پر یمن برید سعودي عربستان تر ډيره ټیټ کړی او دا هیواد کې یې په اسلامي او عربي هیوادونو کې له لومړیتوبه لرې کړی. حتی تر دې چې نړیواله اسلامي ټولنه او عربي هیوادونه نور دا هیواد په خلیج فارس کې له مهمو هیوادونو څخه نه شمیري، ځکه چې د سعودي عربستان مشران د جګړې او وینې تویدني پلویان دي.

۱۰ – د سعوودي عربستان ډیری سیاسي ماتې چې ځینې یې د ایران له لوري خوړلې دي، ددې هیواد مشران حتی د خپلو ملګرو هیوادونو پر وړاندې بې ارزښته شول.

۱۱ – عربستان له دې وروسته چې د هیڅ هیواد د تسلیمولو وړتیا به ونلري او نشي کولای له دې وروسته هیڅ یو مسلمان او عربي هیواد ته په خپله ورانیزه تګلاره کې ځای ورکړي.

۱۲ – د حج په مراسمو کې د سعودي عربستان د چارواکیو ناکامي او له اسرایلي امنیتي شرکتونو سره د تړون لیکونو لاسلیک دډې لامل شوې چې نړیوال نور د سعودي عربستان مشران د حرمین او شریفین خادمین نه بولي.

۱۳ – د ایران مشر آیت الله خامنه یي څرګندونو د سعودي عربستان د مشرانو په زړونو کې ویره رامنځ ته کړې چې د نړۍ د مسلمانانو د بیداری لامل شوې.

۱۴ – دایران ماتې خوړلې سیاست او پر یمن د سعودي عربستان برید چې له امله یې مسلمانان وژل شوي او د حج د تیر کال مراسمو له امله دډې هیواد پر وړاندې د مسلمانانو قهر را پاریدلی.

ددې ښه مثال دادی چې په میلیونونه ناجیریایان شیعیه شوي دي. بل مثال: په چچن کې د اسلامي کنفرانس په لړ کې د اهل تسنن له لوري له اسلامه د وهابیت ایستل.

۱۵- د نړۍ د ډیریو مسلمانانو په نظر د سعودي عربستان د دولت بدنامي. له دې امله چې دا هیواد له ترهګرو په پټه او ښکاره ډول ملاتړ کړوي او ډيری کسان د سعودي عربستاان دولت له داعش سره یوشانته بولي.

۱۶- له دې سره چې د بي بي سي په څیر رسنیو تبلیغات کړي خو بیا هم د ډیرو خلکو لپاره د سعودي عربستان مشران د منلو وړ ندي او فرانسې ۲۴ رسنی هم په همدي پسې را اخستې.

۱۷- د سعودي عربستان او اسرایلو ترمنځ همکاریو د سعودي عربستان د سیاست پر ډوبیدونکي بیړۍ خپل وروسته میخ وواهه.

د سعودي عربستان او اسرایلو ترمنځ دې همکاری د مسلمانانو ترمنځ د سعودي عربستان د چارواکیو پر وړاندې قهر را پارولی دی چې حتی د سعوودي عربستان د مشرانو نږدې ملګري هم په دې هکله د څه ویلو په هکله شرمیږی.

۱۸- ا د یمن د پوځ د ځواک ډيریدل او حوثیانو له لوری د سعودي استحکاماتو پر زړه یې توغول او له سعودي عربستان سره ګډې پولې ته نږدې د دوی د مخالفینو پرمختګ ددې لامل شوې ترڅو د سعودي عربستان د مشرانو پلویتوب رسنی هم د توغندیو پر ځواک اعتراف وکړي.

۱۹- د ملګروملتونو ته د میلیونونو ډالرو بډې ورکول او د ماشومانو د وژنو په تور د ملګرو ملتونو له تور نوم لړ څخه یې نوم ایستل د سعودي عربستان د مشرانو لویه ماته شمیرل کیږي.

۲۰- د ماشومانو په برخه کې د سعودي عربستان د چارواکیو له غندلو د ملګرو ملتونو لاس اخستل هغه بدې پیښې وې چې د دې هیواد مسولین یې تر ډيره بدنامه کړل.

باید وویل شي چې د سعودي عربستان دا کړنې د نړیوالو څخه پټې پاتې شوې ندي او د پر له پسې رسوایو سره د سعودي عربستان مشرانو کړنې په ډاګه شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *