کردانو د د سوریې دولت وسله والو مخالفینو پلان شنډ کړ

کردانو د د سوریې دولت وسله والو مخالفینو پلان شنډ کړ

د سوریې کوردانو د واک د لېږدنیز اورګان د جوړولو د هغه پلان په تړاو غوسه وښودله، چې د سوریې مشورتي کمېټې وړاندې کړی دی. په دغه کمېټه کې د بشار اسد په وړاندې د ولاړ معتدل اپوزیسیون کڼ شمېر غورځنګونه راټول شوي دي. د کوردي ځوانانو د غورځنګ مشر بدر مصطفی وویل: «تر پینځو کالونو وینې توییدا وروسته، اوس د اسد مخالفین هم د همغو سیاسي مفکورو پیروي کوي، چې بشار اسد پرې ولاړ دی. سوریایی اپوزیسیون غواړي خپل متمرکز رژیم جوړ کړي. تر هغوی چې دوی د بعث ګوند له کړنلارې لاس وانخلي، جګړه به پایته ونه رسیږي». د سوریې د کوردانو استازي دا خبره کوي، چې اپوزیسیون هم د عربي نیشنلیزم پر ایډیالوژۍ ولاړ دی او دغه ایډیالوژي کوردي ولس ته د خپل برخلیک د په خپله ټاکلو حق نه ورکوي. د دوی په باور د کوردانو ملي شورا باید د سوریې له مشورتي کمېټې سره خپل اړیکي پرې کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *