هند له افغانستان سره یو میلیارده ډالره مرسته کوي

افغانستان او هند وايي، سیمه کې سولې او ټیکاو ته تر ټولو لوی خطر له هغو دی، چې د خپلو سیاسي هدفونو لپاره د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

د چهارشنبې په ورځ د هند پلازمېنه ډیلي کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او هندي لومړي وزیر نرېندرا مودي له لیدنې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې د ترهګرو پر ضد باید له توپیر پرته مبارزه وشي، ځکه وايي د ترهګرو له کبله سیمه کې سوله او ثبات له خطر سره مخامخ دي.

اعلامیه کې ویل شوي، چې دواړو مشرانو د ” سیاسي هدفونو لپاره د ترهګرۍ او زور زیاتي په پرلپسې استعمال ” خواشیني څرګنده کړه. دواړو مشرانو ومنله چې ” دغه ستونزه د سیمې سولې او ټیکاو پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه ده ”

له ولسمشر سره په دې سفر کې د اقتصاد او مالیې وزیران او نورو لوړپوړي چارواکي هم ګډون لري.

لومړي وزیر نرېندر مودي له ‘ یو موټی، جمهوري، خپلواک، سوله ییز او سوکاله ‘ افغانستان لپاره د خپلو مرستو ژمنه تکرار کړه او د بېلو پلانونو لپاره یې د نژدې یو میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال هم بي بي سي ته وویل، چې هند ته د افغان ولسمشر د سفر اصلي موخه اقتصادي مرستې دي.

نوموړی زیاتوي، ولسمشر غني به له هندي سیال پرناب موکرجي او لومړي وزیر نرېندر مودي سره پر اقتصادي مرستې او ترهګرۍ ضد مبارزې سربېره پر مختلفو مسلو خبرې وکړي.

 د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند وکاس سوروپ په ټویټر پیغام کې لیکلي، چې لومړي وزیر نرېندرا مودي هند د ولسمشر غني د دویم رسمي سفر پر مهال د هغه هرکلی وکړ

د هغه په خبره، د ولسمشر غني د سفر اصلي موخه له افغانستان سره د هند د پروژو او مرستو د دویم پړاو پیلول دي.

“هند د پروژو لومړی پړاو بشپړ کړی، چې په هغه کې د هرات لپاره سلما برېښنا بند، د افغانستان د پارلمان ودانۍ او زرنج- دلارام سړک دی.”

دواخان مینه پال وایي، ولسمشر غني به له هندي چارواکو سره د ترهګرۍ ضد ګډ دریځ خبرې وکړي او پر اقتصادي اړیکو به هم خبرې وشي او دواړه لوري به په مختلفو برخو کې د خپلمنځي اړیکو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو بحث وکړي.

په لیدنه کې له هر ډول ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار شوی او د کوم هېواد له نوم یادولو پرته ویل شوي، چې ” هغه ټول چې افغانستان او هند په نښه کوي، د ترهګرۍ ملاتړ کوي، له هغوی سره همکاري کوي، او هغوی ته پټنځاینو چمتو کوي باید له دغو کړنو لاس پر سر شي.”

دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیکې همکارۍ د تړون سره سم له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې او دفاعي همکارۍ ژمنه وکړه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *