په سوریې کې د بشر د حقوقو د وضع د څار ډله وایي چې پرون د سه شنبې ورځ په سورېې کې د حکومت د پلویانو او مخالفینو ترمنځه د اوربند د اعلان نه ورسته جگړا نه ده شوي او پرون ورځ هلته په سوریې کې د مرگ ژوبلې نه پرته په ارامۍ تیره شوه.
د اوربند هدف په جگړو کې محاصره شوو ملکیانو ته د بشري مرستو رسول دي.
د سوریې د بشري وضع د څارني ډلي وئیلي دي چې هغوي ته د اوربند په لومړۍ ورځ د نښتو او د چا د وژل کیدو رپورټ نه دی ور رسیدلی.
دغه اوربند د امریکا او روسیې په ملاتړ عملي شويدی. د سوریې په جنگ کې د اسد پلویان او مخالفین هم د اوربند ملاتړ کوي.
دا په روان کال کې دویم وار دی چې د امریکا او روسیې په مرسته په سوریې کې اوربند ټینگیږي.
د امریکا ولسمشر براک اوباما په پرله پسې توگه وایي چې امریکا په سوریې کې د سولې لپاره د روسیې سره یو ځاي کار کولو ته تیاره ده.
د یادوني وړ ده چې د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتن د اسد د رژیم ملاتړ کوي او دا یو کال کیږي چې په سوریې کې د اسد د مخالفینو په ضد پوځي عملیات هم کوي.