د منا د پیښې په څیر د پیښو د مخنیوي لپاره باید لاندینیو ټکیو ته پاملرنه وشي.

د منا د پیښې په څیر د پیښو د مخنیوي لپاره باید لاندینیو ټکیو ته پاملرنه وشي.

د حج په مراسمو کې دسعودي عربستان ناسم مدیریت ته په کتو سره چې له امله یې په تیر کال کې د منا پیښه رامنځ ته شوه او له امله یې په زرګونه حاجیانو ته مرګ ژوبله واوښته او د اړو کسانو لپآره لازمو مرستندویه ډلو شتون نه درلود او د منا په پیښه کې چې د یوه جرثقیل د غورځیدو له امله لس زره حاجیان چې د نړۍ له بیلا بیلو سیمو څخه وو مرګ ژوبله واوښته. نو ددې ډول پیښو د مخنوي لپاره اړین پاملرنه داده:

  1. هڅه وکړئ ترڅو په خپلو پښو ودریږي.
  2. خپله انرژي وساتی او نارې سورې مه وهئ.
  3. که له چا سره خبرې کوی نو له اشارو څخه کار واخلئ.
  4. لاسونه مو پر سینو کیږدئ، د یوه بوکسر په څیر، ترڅو وکولای شئ حرکت وکړی او نفس وکاږی.
  5. که چیرې مو حالت بد شو له نورو وغواړي ترڅو په یو ډول مو وباسي.
  6. د ګڼې ګوڼې پر مهال د تش ځای په لټه کې اوسئ او له څپو سره په ګډه پر مخ لاړ شئ.
  7. مقاومت وکړئ ځواکمن تاسو یاست.
  8. باید پر ځمکه ونه لویږئ.
  9. تل اوبه باید تر سره وي، بوټان هم اړین دي.

دا لارښونې اړینې دي ځکه چې له نیمې پیړۍ راهیسې د حج په مراسمو کې ځینې کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي او په دې هکله د سعودي عربستان چوپتیا د پوښتنې وړ ده چې کیدای شي ددې ډول پیښو په رامنځ ته کیدو کې دوی له سم مدیریت څخه کار نه وي اخستی.

Author

خروج از نسخه موبایل