د منا د پیښې په څیر د پیښو د مخنیوي لپاره باید لاندینیو ټکیو ته پاملرنه وشي.
د منا د پیښې په څیر د پیښو د مخنیوي لپاره باید لاندینیو ټکیو ته پاملرنه وشي.
د حج په مراسمو کې دسعودي عربستان ناسم مدیریت ته په کتو سره چې له امله یې په تیر کال کې د منا پیښه رامنځ ته شوه او له امله یې په زرګونه حاجیانو ته مرګ ژوبله واوښته او د اړو کسانو لپآره لازمو مرستندویه ډلو شتون نه درلود او د منا په پیښه کې چې د یوه جرثقیل د غورځیدو له امله لس زره حاجیان چې د نړۍ له بیلا بیلو سیمو څخه وو مرګ ژوبله واوښته. نو ددې ډول پیښو د مخنوي لپاره اړین پاملرنه داده:
- هڅه وکړئ ترڅو په خپلو پښو ودریږي.
- خپله انرژي وساتی او نارې سورې مه وهئ.
- که له چا سره خبرې کوی نو له اشارو څخه کار واخلئ.
- لاسونه مو پر سینو کیږدئ، د یوه بوکسر په څیر، ترڅو وکولای شئ حرکت وکړی او نفس وکاږی.
- که چیرې مو حالت بد شو له نورو وغواړي ترڅو په یو ډول مو وباسي.
- د ګڼې ګوڼې پر مهال د تش ځای په لټه کې اوسئ او له څپو سره په ګډه پر مخ لاړ شئ.
- مقاومت وکړئ ځواکمن تاسو یاست.
- باید پر ځمکه ونه لویږئ.
- تل اوبه باید تر سره وي، بوټان هم اړین دي.
دا لارښونې اړینې دي ځکه چې له نیمې پیړۍ راهیسې د حج په مراسمو کې ځینې کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي او په دې هکله د سعودي عربستان چوپتیا د پوښتنې وړ ده چې کیدای شي ددې ډول پیښو په رامنځ ته کیدو کې دوی له سم مدیریت څخه کار نه وي اخستی.