د انقلاب د مشر څرګندونو پر وړاندې د عربي ټولنې غبرګون

د انقلاب د مشر څرګندونو پر وړاندې د عربي ټولنې غبرګون

د عربي ټولنې دبهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې یوه وینا پاڼه خپره شوې او د سعودي عربستان د مشرانو پر وړاندې یې د ایران د مشر پر خبرو نیوکه کړې ده.

د عربي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته د یوې وینا پاڼې په خپریدو سره پای ته ورسیده او په خبر پاڼه کې ایران غندل شوی وو. دې ټولنې د کال پّ لړ کې د حج مراسمو په تر سره کیدو پر څرنګوالي نیوکه شوې وه.

په دې وینا پاڼه کې د عربي تولنې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، د ایران د مشرڅرګندونې د هغه څه پر خلاف دي کوم چې د سعودي عربستان او دا هیواد یې د مسلمانانو لپاره تر سره کوي او دا څرګندونې حقیقت نلري.

د ایران د انقلاب مشر د سه شنبه په ورځ په خپله کلني پیغام کې چې د حاجیانو په هکله ا ود الله ج کور ته د مسلمانانو د ورتګ په هکله وو ددې مراسمو پر مدیریت یې نیوکه وکړه او له اسلامي هیوادونو یې وغوښتل ترڅو د مکې او مدینې د ښه مدیریت لپاره یوه سیاسي حل لاره رامنځ ته کړي.

د عربو بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې ویل شوي، د سعودي عربستان هیواد یواځیني مرجع ده چې کولای شي د حج مراسمو او حاجیانو ته رسیدنه وکړي.

دې شورا دا یاده ایستلی دي چې تیر کال د اوو زرو حاجیانو شهاد ت د همدي نیمګړي مدیریت له کبله رامنځ ته شوی دی دوی ویلي چې د ایران له لوري څرګندونې د اسلامي اصولو او سیاست سره په ټکر کې دي چې دا په خپله د اسلامي ټولنې ترمنځ د واټن د رامنځ ته کیدو لامل ګرځي.

مخکې له دې هم د ځینې عربي هیوادونو مشرانو د ایران د مشر څرګندونې غندلې وې او پر دې څرګندونو یې نیوکې کړې وې.

د عربستان مفتی هم د ایران د مشر د خبرو په هکله ویلي وو چې ایرانیان مسلمانان ندي بلکې د آتش پرست یا مجوس دي.

Author

خروج از نسخه موبایل