له 1423 هجري څخه تر 1436 هجري کاله د هغه حاجیانو شمیره چې په عربستان کې مړه شوي دي

له ۱۴۲۳ هجري څخه تر ۱۴۳۶ هجري کاله د هغه حاجیانو شمیره چې په عربستان کې مړه شوي دي

د حج او عمرې شبکې د عربستان د روغتیا وزارت دا نوم لړ افشا کړی دی. په دې نوم لړ کې د ټولو هغه وژل شویو حاجیانونمونه لیکل شوي چې له ۱۴۲۳ هجري څخه تر ۱۴۳۶ هجري کاله په سعودي کې وژل شوي. د خپاره شوي ریپوټ له مخې چې د حج او عمري څخه تر لاسه شوی په ټویټر پاڼه کې ویل شوي، د ۹۰۲۷۶ په شاوخوا کې کسان د نه مدیریت له امله په سعودي عربستان کې له ۱۴۲۳ هجري څخه تر ۱۴۳۶ هجري پورې قرباني شوي دي.

له دې شمیرې داسې ښکاري چې له دوی څخه ۵۶۸۹۵ او ۳۳۳۴۴ میرمنې دي او دوه دیرشو کسانو جنسیت ندی په ډاګه شوی.

دې شبکې اعلان کړی چې ۳۱۴۱۱ وژل شوي کسان د عربستان اوسیدونکي دي او دوژل شویو په لومړي مرکز کې شتون لري او پاکستان چې دوهم ځای لري د وژل شویو کسانو شمیره یې ۷۹۹۱ ته رسیږي. له دې وروسته اندونیزیا ده چې په دریم ځای کې ځای لري او د دوی د وژل شویو کسانو شمیره ۵۸۳۷ ته رسیږي، له دې وروسته نایجریا چې د وژل شویو کسانو شمیره یې ۴۹۸۹، بسې میانمار ۴۱۹۱، وژل شوي کسان لری، هند ۳۷۴۴، بنگلادش ۳۶۱۷ او یمن ۳۳۱۳ وژل شوي کسان لري.

ددې ریپوټ له مخې ډيری نور هیوادونه په دې نوم لړ کې شتون نلري چې د مثال په ډول یې نوم اخلو: سوریه، جزایر، سودان، مراکش، ایران، ترکیه او مالیزیا او ځینې نور هیوادونه.

Author

خروج از نسخه موبایل