په پاکستان کې د منا پيښې له لومړۍ کلیزې نمانځنه

په پاکستان کې د منا پيښې له لومړۍ کلیزې نمانځنه

په دې مراسمو کې د چې په اسلام آباد کې د ایران د کلتوري څانګې په همکارۍ سره تر سره شوه، د ایران د کلتوري ځانګې مشر د وحي په خاوره کې مقدسو اماکنو او حج په هکله ویلي: مکه، عرفات، میقات او منا د خوشبخت انستان منزلگاه وي چې د انس د قیمتي فورصت څخه په ګټي اخستنې سره کیدای شي الله ج ته نږدې والی رامنخ ته شي.

دارایي ویلي: اوسني ترهګریزې کړنې او بنسټپالی چې د نړۍ په بیلابیلو برخو کې شتون لري د استکباري هیوادونو د ځواک نښې دي لکه دامریکا او د نامشروع رژیم صهیونیست او پّ سمیه کې ددوی د یو شمیر ملګرو هیوادونو له لوري. په داسې حالاتو کې نشو کولای د اسلامي نړۍ او مسلمانانو د ودې او پرمختګ شاهدان پاتې شو.

ده د حج لویې فریضې ته په اشاري سره دا مراسم د مسلمانانو د قانوي پیدایښت په توګه یادونه وکړه وویل: البته هغه کسان چې د حج مراسمو ته د یو ډول سیاحتي سفر په توګه ګوري او له حجه صرف پوسته ویني او له محتوایي بې خبره ده د حج له مفاهیمو سره پردي دي. او د حج مراسمو په سیاسي کولو سره ځان په ریښتینې بیلارې کسانو بدلوي.

د ایران کلتوري ځانګې دې مسول زیاته کړې: د منا له پیښې یو کال تیریږي، په دې پیښه کې په زرګونه کسانو ته په داسې حال کې مرګ ژوبله واوښته چې د اختر ورځ وه او دوی په عبادتونو او الله ج په یاد باندې بوخت وو ده ویلي که چیرې د پیښې په رامڼخ ته کیدو سره په روغتیایي بیړنیو حالاتو لاس پورې شوی وی ډيری کسان له مرګ ژغورل کیدای شول ځکه نمیایي ټپيانو د تندې او سرې ګرمی له امله ساه ورکړه هغه کسانو چې له مرګه را ګرځیدلی شول.

ده زیاته کړې: د حاجیانو نیمه بدنونه د سعودي عربستان د چارواکیو د بیغوریو له امله په میدان پراته وو او په دې سره د خدای ج ډیریو میلمنو میلمستیا دا ډول شوه.

شهاب الدین دارایی زیاته کړې: د سعودي عربستان چارواکي ددې پر ځای چې د منا په پیښه کې د شهیدانو په هکله بښنه وغواړي حتی په دې هکله یې د اسلامي حقیقت په ډاګه کیدونکي اسلامي کمیټه رامنځ ته نکړه.

د پاکستان د شیعیانو پیژندل شوي مشر علامه امین شهیدي هم به دې سیمینار کې وویل، ددې ډول سیمینارونو تر سره کول ډیر اړین دي. ده ویلي حج اولوی اختر د یوالي او ایثار رامنځ ته کونکی وي خو په خوایشنی سره له تیر کال راهیسې دا د یوالې موضوع خونړۍ شوې ده.

ده ویلي: حرمین شریفین د بیت المقدس په څیر د استبکار او ځواکمنو هیوادونو له لوري نیول شوی دی. دوی څه ډول ځآن ته اجازه ورکوي چې ور تکفیر کړي. دا غاضب حاکمان چې په نورو اسلامي هیوادونو بریدونه کوي د کوم دلیل له مخې وایي چې دوی د حرمین شرفین خادمین دي.

علامه شهیدي د منا په هکله د ایران مشر حضرت ایت الله خامنه اي وروستیو څرګندونو ته په اشاري سره ویلي: حرمین شرفین د آل سعود د قدرت او ددوی د د شخصي میراث ښکارندویي نکوي.

ده ټینګار کړی: د ال سعود د دښمنانه چلند په هکله د حضرت آیت اله خامنه اي خبرو په هکله د ال سعودي د ښمنانه چلند په کړنې د منا پیښې رامنځ ته کیدل د سعودي عربستان د حاکمانو د بیغورۍ له امله وو.

د پاکستان دې مذهبي شخصیت ویلي: آل سعودی د ترهګریزو ډلو په رامنځ ته کولو سره د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې له افریقا څخه نیولې تر منځني ختیځ او پاکستانه د اسلامي امت پر وړاندې ښکاره ظلم پیل کړی دی او لوی جنایتونه یې تر سره کړي دي.

ده زیاته کړې: په اوسنیو حالاتو کې زمونږ دنده د خلکو پوهاوی ده ترڅو د سعودي عربستان په هکله د سالامۍ نړۍ پر وړاندې ددوی چلند په ډاګه کړو

ده ویلي، سعودي عربستان د امریکا او صهیونیستي رژیم ملاتړي کوي او د مسلمانانو او سلامي نړۍ په لاره کې خنډونه رامنځ ته کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *