د عراق لومړی وزیر: د سعودي سفیر په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي

د عراق لومړی وزیر: د سعودي سفیر په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي

د عراق لومړي وزیر حیدر عبادي په بغداد کې د یوه کنفرانس په لړ کې ویلي: قامر السبهان د عراق په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې او ناسمې خبرې کړي دي.

ده زیاته کړې: د سعودي عربستان د سفیر خبرې مناسبې نوې او په دې خبرو کې د عرقیانو سپکاوی ښکاریده چې دا د دیپلوماتیکي چارو پر خلاف دي. ما هغه کړنه چې د بهرنیو چارو وزارت له لوري تر سره شوې د رسنیو په وسیله اوریدلې ده.

د عراق بهرنیو چارو وزارت د اګست میاشتی په اته ویشتمه نیټه له سعودي څخه غوښتي ترڅو به بغداد کې خپل سفیر بدل کړي.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت په دې غوښتنې سره په بغدا کې د سعودي سفیر د دوشنبه په ورځ د ریاض په لور حرکت وکړ.

له کله چې په عراق کې السبهان د سعوډي عربستان د سفیر په توګه ټاکل شوی په کراتو د عراق په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن شوی دی او دده پر تګلارو نیوکې شوي دي.

ځیني بسنټونه وایي چې کیدای شي دده پر ځای عبدالعزیز بن خالد الشمري چې په آلمان کې د سعودي پوځي چارواکی دی وټاکل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *