هلمند په مارجې ولسوالۍ كې ۱۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
هلمند په مارجې ولسوالۍ كې ۱۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
د هلمند ولاىت په مارجې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملىاتو په پاىله کې ۶تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپىان شوي.
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي چې تېره شپه د افغان ځواکونو لخوا ددې ولاىت د مارجې ولسوالۍ په ىو شمېر سىمو کې د عملياتو په پايله كې ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او ۹ نور ټپىان شوي دي.
سرچنىه کاږي چې په ګرشک ولسوالۍ کې هم دافغان ځواکونو لخوا د سړک د چک او کنټرول پرمهال ۵کړۍ ماىنونه کشف او له منځه وړل شوي دي.