دهر سوري کډوال ماشوم لپاره سل ډالره مرسته

محمدحسین، علا، ابویعقوب… د هغه زرګونه ماشومانو بیلګه ده  چې په ادلیب کې د محیسني ډلې سرتیري شوي او د جګړې ډګر ته چې مهمه یې حلب ده استول کیږي او وژل شوي دي.

په حلب ښار کې د د شته وسله ډلو دغړيو په پټه ثبت شويو غږونو دا په ډاګه کیږي: چې ډيری ماشومان د ځانمرګو بریدونو له پاره چمتو کیږي.

له ماشومانو ناوړه ګټه اخستنه په سوریه کې د جګړې لومړیو کلونو ته ور ګرځي. کله چې پّ دې هیواد کې جهادي ډلو پر ماشومانوکار پیل کړاو پّ جوماتونو او د جذب په مرکزونو کې دوی ته بلنه ورکړل شوه ددوی لپآره ځاګړی مرکز رامنځ ته شو. له انساني دې ډول ناوړه ګټې اخستنه د وسله والو له لوري دود شوه خو په دې هکله دداعش او النصرې ډلې په هکله مالومات ورکول کیدل.

له ماشومانو د ناوړه ګټې اخستنې ریپوټونه په ډيرې چټکی سره خپریږي او وسله والو ډلو وکولای شول په لنډه موده کې یا د یونیم کلا په لړ کې لاسته راوړنې ولري او په تیرو شپږو میاشتو کې د ماشومانو له لوري رامنځ ته شوی دی.

عبدالله المحیسنی د ماشومانو له احساساتو په لوبو کې اوددوی په پاکو زړونو کې د نفوس کولو سره دوی د جګړې تودو ډګرواو وژل کیدو ته استوي او په ادلب ښا رکې د سرونو په وهلو سره د ماشومانو کورنۍ دې ته اړ کوي ترڅو خپل ماشومانو د جګړو ډګرونو ته واستوي اودوی ته دا ویل کیږي چې له مرګ وروسته به ستاسو زوی ستاسو شفاعت کونکی وي.

دماشومانو سرتیرو غورځنګ انفروا نومیږي چې پّ دوه زره دیارلسم کال کې دجهاددعوت کونکو مرکز په رامنځ ته کیدو سره د المحیسنی له لوري پیل شول او ددوه زره پنځه لسم کال په پیل کې د حلب ښار په ځنډو کې دې برخې ته زور ورکړل شو. دا غورځنګ له ډيریو تبلیغاتو   پوسټرونو لګولواو حماسي کیسو سره تړلیدی. دوی هر ماشوم ته د سل ډالره ورکوي او دوی له دې امله ډيری سرتیري ترلاسه کړي ځکه چې پّ دې سیمه کې بیوځلي ډيره ده.

په پوځي مرکزونو کې ماشومان مغزي شستشو کیږي او پردوی دسپکو وسلو تمرین کیږي. له دې سره دا ماشومانو د هوایي بریدونو ځمکنیو جګړو او ځانمرګو بریدونو لپاره چمتو کیږي اودوی ته زدکړې ورکول کیږي.

د  فتح شام  جبهه (پخوانی النصره) دالمحیسیني له مرکز څخه په ښه توګه ګټه پورته کړې ده څرنګه چې له دریو یوه برخه یې په خپله جبهه کې ماشومان د مرګ خولې ته ورکړي دي. ددې ماشومانو یوه بله برخه داحرار الشام جبهو په جګړو کې وژل شوي دي دې ته په کتو سره چې ددوی ډيری روزونکي داحرار الشام او النصرې جبهې غړي وو او ددې ماشومانو یوه بله برخه دنورو بریدونو لپاره چمتو کیږي.

د تر لاسه شویو مالوماتو له مخې په حلب د برید په عملیاتوکې یوویشتو ډلو چې درې زره سرتیري یې لرل ګډون کړی وو  چې ددوی ډيری سرتیرو له پنځه لسوتر دوه ویشتو کلونو عمرونه درلودل خو په دې هکله چې له اتلسو کلونو کم عمره سرتیري څومره دي مالومات شتون نلري خو له ډيریوهغه ماشومانو چې عمرونه یې له اتلسو کم دي د جګړې په لومړی کرښه او ځانمرګو بریدونو کې ترې کار اخستل کیږي.

وسلهوالو ډلې په خپلو ذات کې د ماشومانو له پاکو احساساتو کار اخلي دجګړو ډګرونو ته یې استوي اوله دوی څخه په ځانمرګو بریدون وکې ګټه پورته کوي او دېمسلې دوی ته د سرو زرو د کان په څیر دي چې د جګړې پّ ډګر کې د ګډون سربیره ددې لامل شوې ترڅو دا ډول فکر کول راتلونکو نسلونو ته پاتې شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *