دحج په مراسمو کې د ترهګریزو بریدونو شونتیا

رویټرز خبري آژانس په دې هکله لیکلي: په دې وروستیو کې د حج مراسمو په لړ کې د بدې پیښې په رامنځ ته کیدو سره، د سعودي عربستان چارواکیو ټولو حاجیانو ته د لاس بندونو په ویشلو او د لارو په نښهکولو سره هڅه کړې ترڅو د تیر کال پّ څير له پیښې چې د ډیرې ګڼې ګوڼې له امله په سلګونه حاجیانوخپل ژوند له لاسه ورکړ، مخنیوی وکړي.

د رویټرز د لیکني له مخې، د تیر کال د منا پيښې د عربستان اوایران ترمنځ اړیکې، چې مخکې له دې هم ښې نه وې ترینګلې کړې وې. حج د نړۍ په کچه د مسلمانانو تر ټولو لویه غونډه ده او پّ روان کال کې هم د تیرو کلونو په ځیر د لسګونه هیوادونو څخه نږدې دوه میلیونه حاجیان سره را ټول شوي دي.

د رویټرز د لیکنې له مخې: په روان کال کې د منا بیساري پیښې سربیره، د حج په مراسمو کې د داعش له لوري د ترهګریزو بریدونو شونتیا هم شتون لري. د جولای پّ میاشت کې ترهګرو پر ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته په چاودنې ورکولو سره څلور عربستاني سرتیري وژل. مدینه په عربستان کې دوهم مقدس ښاردی.

تراوسه د منا د پیښې په هکله د سعودي عربستان له لوري کوم ریپوټ ندی خپور کړی، خو د سعودي عربستان چارواکیو ویلي چې ددې پیښې د رامنځ ته کیدو یو لامل قوانینو ته د حاجیانو د ځینې کاروانونو نه درنښت وو.

درویټرز د ریپوټ له مخې، په روان کال کې د نورو پيښو د مخنیوي لپاره سخت قوانین رامنځ ته شوي  او په زرګونه روغتیایي او امنیتي سرتیري د چمتواليپّ حال کې دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *