په اروزګان كې له تېرې ورځې راهيسې شاوخوا ۲۰۰ وسله وال وژل شوي

امنيتي چارواكي وايي، چې د اروزګان په جګړه کې له تېرې ورځې راهيسې د دولت شاوخوا ۲۰۰ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د دوى په وينا، اوس مهال جګړه د دغه ولايت د مركز ترينکوټ ښار په څنډو کې روانه ده او وسله وال مخالفين د تېښتې په حال کې دي.

ترينکوټ ښار ته نږدې له تېرې دوشنبې ورځې راهيسې د وسله والو بريدونه پيل شوي، چې پرون دغه جګړه د ښار مرکزي برخې ته ورسېده، وروسته د کندهار د امنيه قوماندان په مشرۍ ځواکونه اروزګان ته ورسېدل او هلته يې جګړه کنټرول کړه.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني وويل، چې له تېرې ورځې څخه د جګړې رهبري د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق پر غاړه اخيستې او تر دا مهاله يې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړي زياته کړه، چې اوس مهال د اروزګان ولايت د مرکز ترينکوټ ښار امنيت ډاډمن دى او په ټول ښار کې د خلكو تګ راتګ جريان لري.

ضياء درانى وايي، چې دغه ښار د امنيتي ځواکونو له لوري کلابند شوى او له ښار څخه ليرې امنيتي ځواکونه تصفيوي عمليات کوي او د پر مختګ په حال کې دي.

دراني وويل، چې تراوسه په دې جګړه كې اته پوليس وژل شوي او درې تنه ټپيان شوي، چې په وينا يې اوس د چورې ولسوالۍ پر لويه لاره تونده جګړه روانه ده.

د اروزګان ولايت جګړه تېره ورځ د ترينکوټ ښار مرکزي سيمې ته رسېدلې وه او داسې معلومېده، چې دغه ښار به د دولت د وسله والو مخالفينو لاس ته ولوېږي، خو له کندهار څخه د جنرال عبدالرازق له ورتګ سره سم جګړه مهار او د ترينکوټ ښار له سقوطه وژغورل شو.

بل خوا د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د خپل لوري مرګ ژوبله نه مني، هغه وايي، چې ملګري يې ترينكوټ ښار ته ننوتلي او ډېر ژر به يې ونيسي.

Author

خروج از نسخه موبایل