له آیت الله شیخ عیسی قاسم څخه په ملاتړ دقم ولایت د طلابو ټولنه

د سه شنبه په ورځ (د سنبلې ۱۶ ) د علمیه حوزې روحانیونو او طلابو لویه غونډه د بحرین د شیعیانو د مشر په ملاتړ شیخ عیسی قاسم په پلویتوب د ایران اسلامي جمهوریت په قم ولایت کې تر سره شوه.

د خاور میانه خبري آژانس د ریپوټ له مخې، په دې غونډه کې چې د روحانینو په مشری په لاره اچول شوې وه دوینا د خپلواکۍ پر اړتیا او د سیاسي ځپلو پر وړاندې، چې د آل خلیفه له لوري تر سره کیږي ټینګار شوی دی.

د بحرین مقاوم او بیداره خلکو سرکوب او دردناکه فشارونو وقایع اود بشر حقونو پر پلویانو اوس هم دوام لري او د نیولو ډيرښت او د دیني مشرانو سپکاوی په ځانګړې توګه د آیت الله شیخ عیسی قاسم ته سپکاوي دا وښوده چې په دې هیواد کې د سپکاوي کچه څومره لوړه ده.

دبحرین یوه عالم شیخ عبدالله الدقاق چې په دې غونډه کې شتون درلود وویل: مونږد فقهې او فقها پّ ښار کې سره را ټول شوي یو ترڅو د بحرین مظلوم خلک او مجاهد فقیه شیخ عیسی قاسم سره مرسته کړې او د بحرین حکومت له لوري دده د تابعیت لغوه کول غندو.

له دې سره ده ویلي: د قم علمیه حوزې په خپلو تحصیلي لومړنیو کلونو کې اعلان وشو چې شیخ عیسی قاسم علمی رفیع درجه لري او د عالم په زړونو او ټولنه کې ځانګړی ځای لري او علمیه حوزې باید دده د تابعیت لغوه کولو او د حکومت د نامشروع چلند پر وړاندې لاس په کار شي. اود بحرین حکومت بایدد خلکو غوښتنې ومنياو د بشر حقونو اوسمون رامنځ ته کړي.

په دې برخه کې د اهل بیت رض دنړیوالې ټولنې ریس حجه الاسلام اختری د خلیج فارس هیوادونو ته یو پیغام درلود وویل: د آل خلیفه دحکومت تګلاره د عراق پخواني ولسمشرصدام حسین په ډول ده.

له دې سره چې په بحرین کې د پاڅونونو پنځه کاله تیریږي او د بحرین حکومت غواړي دا پاڅون وځپي او له ډې سره چې په هیواد کې یې سخت قوانین رامنځ ته کړي د بحریند خلکو غږاوریدل کیږي او د بحرین حکومت غواړي ترڅو د لاریون کونکې هڅې بې پآیلې کړي خپل مخالفین ونیسي اود سیاست له صفحېې لرې کړي ترڅو په دې سره د پاڅون او ووژني.

Author

خروج از نسخه موبایل