دسعودي عربستان سیاست، دبشپړې ټاپو وزمې تباهي

د منځني ختیځ د کارپوهانو په آند د سعودي د رفتارونو ټولیزه او پّ سیمه کې ددوی پوځي مداخله دوه اساسي ټکي له ځان سره درلودلی شي.

لومړي: سعودي عربستان چې ځان د اسلامي نړۍ زعیم بولي، هڅه کوي ترڅو شاتګ ته د ایرن په اړکولو سره، په سیمه او منځني ختیځ کې او په معادلاتو کې خپل ځای وساتي او قدرت تر لاسه کړي، له دې بې خبره دي چې د سعودي مشرانو تیرې کړنو د خپلو لویدیځوالو پر وړاندې دا چارواکي بې اعتباره کړي دي او له دوی سره یې دا اړیکې دارباب او رعیت په اړیکو بدلې کړې دي.

د سیاسي کارپوهانو په آند

لویدیځ دامکان تر کچې له عرابو ګټې تر لاسه کوي او کله چې ددې ګټو اندازه ټیټه شي، په عربي هیوادونو کې د حکومتي سیستم په بدلون سره به په نورو هیوادونو کې د خپلو ګټو په لټه کې شي.

په دې سره ایران ته د ښمن په سترګه کتلو، لویدیځ تل له عربي هیوادونو څخه ددې هیواد پر وړاندې د وسیلې په توګه کار اخستی دی، دایران اسلامي جمهوریت تل له عربو سره د ملګرتیا او دوستی غږ پورته کړی دی او هڅه یې کړې ترڅو ددوی ترمنځ باور او اعتبار رامنځ ته کړي خو دا د سعودي عربستان په څیر هیوادونه دي چې دایران ته یې د رد ځواب ورکړی دی.

دوهم: په دې برخه کې دوهمه مسله داده چې د آل سعود منفعلانه سیاست دادی چې تر کله به دا دوام لري؟ د نړۍ دمتعبرو اقتصادي بنسټونو له لوري د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، سعودي عربستان خپلې اقتصادي تګلارې ته د بدلون په نه ورکولو سره به تر راتلونکو لسو کلونو په داسې یوه هیواد بدل شي چې له مالي ستوزنو سره به مخ وي.

لودیځ هیوادونه هم پّ دې ښه پوهیږي، او دایران پر وړاندې د سعودي احکامو په درولو سره هڅه کوي ترڅو پر سعودي عربستان د احکامو له وروستیو کلونو کې هم چې وهابیان دي ګټه پورته کړي. خو په دې برخه کې مهم ټکی دادی چې په منځني ختیځ کې د سعودي عربستان کمزورتیا حتمي دي.

د سیاسي کارپوهانو په آند، د سعودي عربستان د شاهي نظام په بدلون سره به په سیمه کې بدلون رامنځ ته شي او د تکفیري طوایفو بالقوه استعداد به په سعودي عربستان کې چې د القاعدې یوه ځانګه ګڼل کیږي اوکه چیرې مرکزي حکومت کمزوری شي نو دا هیواد به له کورنیو ناخوالو سره مخ شي اوله شک پرته چې دا هیواد به د ترهګریزو او تکفیري ډلو په مرکز بدل شي او هغه مهال به سیمه د داعش په څیر له ډیریو وسله والوډلوسره مخ وي.

له دې داسې ښکاري چې د سعودي تعصب خپل کار کړی دی اوددې هیواد مشرانو د ځان ساتنې لپاره هیڅ ډول لاره نده پریښې اواوس مهال دتعصب له کړنو او بیړې څخه بایدکار وانخستل شي او دې لارې باید بدلون ورکړي چې دا ډيره مهمه او اړینه ده.

د یو شمیر سیاسي کارپوهانو په آند

د سیمې هیوادونه باید په شدت سره له بیلوالي ډډه وکړي ځکه چې د لویدیځ له لوري د کوچوني اقدام سره چې خودسرانه به وي کولای شي منځني ختیځ په اوربدل کړي چې حتی کولای شي دسیمې څو زره کلن تمدن له ګواښ سره مخ کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *