د سعودي مشرانو د سیاسي او اقتصادي ماتې څیړنه

د سعودي عربستان وهابي مشرانو په تیر یوه کال کې د بهرني سیاست اواقتصاد په برخه کې له ډيریو ماتو سره مخ شوي دي او دې موضع دوی له ماتې او سرخوږي سره مخ کړي دي.

د ایران او پنځه جمه یو تر منځ د خبرو په ناکامولو کې پاتې راتلل، دیمن په مشری کې د ایتلاف ماته، د منا پیښه، په سوریه کې ددوی په غوښتنه د پآیلو نه ترلاسه کیدل  او په دې هیواد کې نه پرمختګ او همدارنګه په دې کړنو کې د دوی پاتې راتلو پّ خپل هیواد او نړیواله کچه دوی ته ډيرزیان رسولی دی.

دې بهیرونو د آل سعود احکامو او سیاستوالو دې ته اړ کړي ترڅو د حل لارې په رامنځ ته کولو سره پّ سیمه او نړۍ کې د سعودي عربستان پخواني ځای تر لاسه کړي خو بیلا بیل مسایل دا هڅې له ماتې سره مخ کوي.

په دې وروستیو کې د ایران پر وړاندې د سعودي عربستان احکامو ناکامه هڅو ته اشاره کولای شو.

سعودي عربستان پّ دې وروستي یوه کال کې ډيره هڅه کړې ترڅو د ایران اسلامي جمهوریت د سیاستونو پر وړاندې مبارزه وکړي او خپلې سیاسي اواقتصادي پرمختګونه له ایران سره په سیالی کې ولټوي.

دا آند له هغه ځایه شروع کیږي چې د خلیج فارس سیاستمداران د خپل حالت په پرتله چې د ایران له اسلامي انقلاب مخکې یې درلود، دې نتیجې ته رسیدلی چې په دې وروستیو کې ددوی سیاسي او اقتصادي فشارونو له امله دي چې لویدیځ پردې هیوادونو د ایران لپاره راوستلی دی.

 ددې آند په دوام سره، دا سیاستمداران تر ډیره دې پاملرنه نکوي چې د مزبورو جریانات ریشې د لویدیځ له لوري چې تل یې هڅه کړې ترڅو د امریکا په غوښتنو سره دوام لري، دې ته په کتو سره او له دې مخې ګام پورته کړي.

همدا موضوع ده چې دې سیاستمدرانو تل د ایران پر وړاندې دریځ خپل کړی دی او دې ناخوالو ته یې لاره هواره کړې ده اودې مسلې دسیالیواو ناخوالو له امله رامنځ ته کړې او د هیوادونود اوږد مهاله ګټو لپآره ګامونه ندي پ،رته کړي او ددوی موخې یې له منځه وړي دي.

د مثال په توګه د «وین» او کویټ په خبرو کې چې د یمن د مسلې په هکله په لاره اچول شوې وې  او له داعش سره د مبارزې په برخه کې ماته او همدارنګه په لیبیا کې د داعش پر وړاندې له مبارزې څخه تر لاسه شوې نتیجه د سعودي عربستان د مقاصدو پر خلاف تر لاسه شوې دي.

ددې بهیر په لړ کې باید د سعودي عربستان وروستیو کړنو له مخې ددې هیواد اقتصادي ماتو ته اشاره وکړو. دنفتو د بیې له ټيټوالي سره او له دې سره چې د لویدیځوهیوادونو او عربستان له مخالفت سره چې هڅه یې کړې ترڅو په نړۍ کې د ایران د تیلو پلور ټیټ شي. د عربستان د اقتصادي ستوزنو سره لاره هواره شوې ده.

په دې برخه کې د سعودي عربستان دموتلفینو نه همغږۍ ته هم باید یادونه وشي.

د مثل په ډول امارات چې دعربستان له اوږدې مودېراهیسې همپیمانه وو اوس له ایران سره په پټه توګه خپلې اقتصادي تعاملات ساتلي دي.

د نفتوپه صادراتوکې هم سعودي عربستان له هڅو سره له وروسته پاتې والي سره مخ دي.

هند ته د ایران د تیلو صادراتو ځای له اتم ځای څخه پنځم ځای ته را رسیدلي او عراق هند ته د ډيرو تیلو په صادرلو سره د سعودي عربستان څخه وړاندې شو.

د عربستان دتیلو د بیې ټیټوالی د عراق د تیلو د بیې پر وړاندې، دپردې ترشا د سعودي عربستان اقتصاد ته ډير زیان رسولی دی او په دې سره هڅه کیږي ترڅو عربستان تر فشار لاندې راولي ترڅو پّ دې سره د سعودي عربستان مشران له لویدیځوالو ملاتړ او ددوی فرامین ومني.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *