په یمن کې د ناامنیو له امله نړیوال ډاکټران وتلو ته اړ شوي

په یمن کې د ناامنیو له امله نړیوال ډاکټران وتلو ته اړ شوي

د ډاکترانو نړيوال سازمان ويلي په يمن کي د سعودي عربستان د الوتکو بريدونو د ديرښت له کبله خپل کارکونکي له دي هيواده باسي

د العهد خبري آژانس دریپوټ له مخې، پر یمن د سعودي عربستان د جنګي الوتکو د بریدونو د ډيرښت له کبله په دې هیواد کې خلکو ته د مرستو رسول ناشونې شوي دي.

د ډاکترانو نړیوال سازمان ویلي: په تیرو شپږو میاشتو کې کله چې د یمن په همکله خبرې له ناکامۍ سره مخ شوې، پر یمن د سعودي عربستان د الوتکو بریدونو ته زور ورکړل شوی چې له امله یې په دې هیواد کې اړو کسانو ته د مرستې رسولو لړۍ ستونزمنه کړې ده.

له دې سره دې سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي ترڅو په یمن کې د جګړې د بندولو او اړو کسانو ته له کوم قید او شرط پرته د لارې هوارولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د ډاکټرانو نړیوال سازمان د عملیاتو مدیر جان فرانسوا کورتي ویلي: اتیا سلنه یمني اوسیدونکي بیړنیو مرستو ته اړتیا لري او نږدې پنځه ویشت سلنه روغتیایي مرکزونه له منځه تللي او د کار ترې نه اخستل کیږي.

ده زیاته کې نیمایي یمنیان د خوارک د امنیت له نشتون سره مخ شوي او د نړیوالو قوانینو له مخې باید دې کسانو ته مرستې ورسول شي.

د ډاکټرانو نړیوال سازمان چې په یمن کې د مرسته کونکو لویو بنسټونو څخه شمیرل کیږی، د اګست په میاشت کې د یمن له شمالي سیموله شپږو ورغتونو څخه هغه مهال خپل کارکونکي ویستل کله چې د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف یوې الوتکې یو روغتون چې پکې ۱۹ کسان ووژل شول، په نښه کړ.

په کویت کې د یمن ستونزې د هواری په موخه د ناستې له ناکامیدو وروسته د سعودي عربستان په مشری ایتلاف پر دې هیواد خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی چې له دې ناستې وروسته ویل شوي چې ددې بریدونو شمیرله له سلو اوړي.

ملګرو ملتونو تیره اونی اعلان وکر چی د یمن د جګری د قربانیانو شمیره لسو زرو کسانو ته رسیږي او درې میلیونه نور کډوال شوي او دوه سوه زره کسان له هیواده بهر کډوالی ته اړ شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي د یمن له شپږ ویشتو میلیونو وګړیو څخه څوارلس میلیونه یې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري او اوه میلیونه کسان د خور د نه امنیت له ګواښ سره مخ دي.

Author

خروج از نسخه موبایل