د هیواد د بیلابیلو سیمو په عملياتو کې ۶۱ وسله وال وژل شوي
د هیواد د بیلابیلو سیمو په عملياتو کې ۶۱ وسله وال وژل شوي
د ملي دفاع وزارت په بېلا بېلو عملياتو کې ۶۱ وسله وال وژل شوي د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په پوځي عملياتو کې ۶۱ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۲۹ تنه نور ټپيان شوي دي.
د دغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې وسله والو مخالفينو ته ياده مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ياد عمليات په غزني، پکتيا، پکتيکا، خوست، کندهار جوزجان، هلمند او يو شمېر نورو ولايتونو کې ترسره شوي دي.
دفاع وزارت وايي، د يادو عملياتو پرمهال د ملي اردو ۱۵سرتېري هم وژل شوي.
وسلهوالو طالبانو ددغو ادعاوو په هکله څه نه دي ويلي.