ارزګان د سقوط په حال کې دی

د ارزګان د ولايتي شورا رييس وايي، چې طالبانو تر هلمند وروسته په ارزګان کې خپلو حملو ته دوام ورکړی او ياد ولايت د سقوط په حال کې دی.

د ولايتي شورا رييس عبدالکريم خادمزي ويلي، دوه ورځې کيږي چې پر مرکز ترينکوټ جګړه روانه ده او وسله وال د ترينکوټ ښار ٦٠٠ مترۍ ته رارسېدلي.

نوموړي زياتوي، ولايتي اداره په دې اړه د کورنيو چارو وزارت، دفاع وزارت او ملي امنيت شورا سره په اړيکه کې ده، هغوى د ځانګړو ځواکونو د لېږلو ژمنې کړې، خو تر اوسه عملي اقدام نه دى شوى.

نوموړی وايي، که په بېړنۍ توګه ځانګړي ځواکونه ور و نه رسېږي، د ترينکو‌ټ ښار به سقوط وکړي.

د ارزګان ولايتي چارواکي هم د ترينکوټ په څنډو کې ناامنۍ او جګړې تاييدوي.

د ارزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وايي، چې ترينکوټ ته ځانګړي افغان ځواکونه رسيدلي دي او هڅه کوي چې جګړه مهار او ترنيکوټ له سقوط څخه وژغوري.

Author

خروج از نسخه موبایل