اسرایلو ته د حج مراسمو د سپارلو پر وړاندې داسلامي نړۍ غبرګونونه او نیوکې!

دالاقصی جومات خطیب شیخ عکر مه صبري، ددې شرکتونو له لوري عربي او اسلامي نړۍ ته د لارې پیدا کولو په هکله خبرداری ورکړی ویلي یې دي، د یوه اسرایلي شرکت له لوري د حاجیانو د امنیت خوندي کول جایز ندي.

جې فور ایس ” (G4S)، چې یو انګلیسي (اسرایلي) شرکت دی چې د اسرایلو اینټر نیټي راډیو د ریپوټ په وینا، ټاکل شوې د بیت الله شریف د حجاجو امنیت د اسرایلو له لوري ونیول شي.

دې انټر نیتي شبکې ویلي: عربستان د حاجیان د امنیت خوندي کولو پّ موخه د حج مراسمو په لړ کې د الکترونیکي دستګاوو څخه کار واخستل شي. دوی د حاجیانو دامنیت د خوندي کولو مسولیت، له هوایي ډګره له ښکته کیدو او تر بیرته تګه ونیسي.

دا مجهزه شبکه د تخنیک له مخې ډيره پرمختللې ده، چې له پردیو جاسوسي شبکو سره، چې له سعودي عربستان سره ستراتیژیکې اړیکې لري، تړاو لري او دوی ته دا چانس په لاس ورکوي چې د حاجیانو له هرشیبې حالاتو خبر شي.

دا مزبور شرکتونه دعربستان په بیلا بیلو ښآرونو لکه: جده، طایف او ریاض کې بیلا بیلې ځانګې لري او د هرې پیښې په رامنځ ته کیدو سره به سعودي عربستان اړ وي ترڅو هر ډول مالومات له اسرایلي شرکتونو تر لاسه کړي.

دې اسرایلي شرکت ته د سعودي عربستان له لوري د حرمین شریف د امینت سپارلو، داسلامي عالمانو له کلک غبرګون سره مخ شوي وو.

له دې سره داسې اسناد تر لاسه شوي چې سعودي عربستان له دې شرکت سره د خپلو سویلي پولو دامنیت تړون، د حوثیانو د بریدونو له ویرې له اسرایلیانو سره لاسلیک کړی دی.

د ویلو وړ ده چې د جي فور اس شرکت داسرایلو د بندیانو د امنیت خوندي کولو مسولیت درلود او دا رژیم یې د ربڼونې په ډول ډول وسایلو سنبال کړی وو  او د فلسطیني اسیرانو په پراځه ځپنه کې یې خپل رول لوبولی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *