په کابل کې دریمه چاودنه او وسله واله نښته

د کابل ښار په شهر نو کې د پر یوه میلمستون لومړی د موټر بم چاودنه شوې او بیا وسله وال کسان میلمستون ته په ننولو سره له امنیتي ځواکونو سره نښتې دي.

ویل کیږي  میلمستون د کابل بانک شاته دی او په دې میلمستون کې ډیری بهرني کسان اوسیږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي د برید موخه لا تر اوسه نه ده معلومه خو زیاته یې کړه چې دوه بریدګر یوې ودانۍ ته ننوتي چې د دوی په باور یو میلمستون دی. ښاغلی صدیقي وايي‌ په دغه میلمستون کې یو شمېر بهرنیان او ډیپلوماتان هم اوسېږي.

تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

څو ساعتونه وړاندې د افغانستان ملي دفاع وزارت یوې دروازې ته نژدې “دوه ځانمرګي” بریدونه وشول چې په پایله کې یې ۲۴ کسان ووژل شول او تر ۹۰ کسانو ډېر نور ټپیان دي. په وژل شویو کې یو شمېر امنیتي کسان هم وو.

دا پر کابل په دوو اونیو کې درېیم برید دی، تېره اوونۍ په پلازمېنه کې پر امریکایی پوهنتون برید کي ۱۳ تنه وژل شوي وو.

Author

خروج از نسخه موبایل