د پکتیا ولایتي چارواکي وايي، افغان امنيتي ځواکونه تېره شپه د پکتيا د جاني خېلو ولسوالي مرکز ته رسيدلي دي او د سيمې وضعيت افغان ځواکونو په خپله ولکه کې راوستی دی.
په ګردېز کې د پوليسو ۳۰۳ سپين غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد نن سهار خبريالانو ته وويل، د ولسوالۍ د بېرته نيولو په علمياتو کې تېره شپه ۱۲ وسله وال وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
ښاغلي شېرزاد په عملياتو کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې ګڼ شمېر وسلې او نور په جنګ کې کارېدونکي مهمات د دوی ځواکونو لاسته ورغلي دي.
جاني خېل ولسوالي له اوږدې محاصرې وروسته د اګست په ۲۷ د سختې جګړې په ترڅ کې ونيوله.
جاني خېل د پکتيا په ختيځه کې د خوست له ولايت سره په سرحد کې پرته ولسوالي ده.
افغان حکومت وايي، طالبان په ځانګړي ډول حقاني شبکه هڅه کوي، چې په دغه سيمه کې د خپلو جنګياليو لپاره خوندي مرکزونه جوړ او فعاليتونه تنظيم کړي.