دعربستان، اسرایلو او انګلستان په واک کې د درې میلیونو حاجیانو د شخصي مشخصات

سعودي عربستان د تیر کال د پیښې د مخنیوي په بهانه، دروان کال ددریو میلیونو حاجیانو شخصي ځانګړتیاوې په داسې حال کې په اختیار کې لري، چې دا خصوصیات د اسرایلو او انګلیسانو په واک کې هم دي.

د خاور میانه خبري آژآنس د ریپوټ له مخې، د عربستان د کورنیو چارو وزارت ټولو حاجیانو ته حکم کړی ترڅو دې هیواد ته په ننوتلو سره له هغه لاسبندونو سره کار واخلي کوم چې پولیس یې دوی ته سپارلي.

د لبنان الاخبار ورځپاڼې په خپل ریپوټ کې لیکلي چې دا لاس بندونه د الکترونیکي مسیر په نامه یاديږي چې د اسرایلو او انګلستان د نړي په کچه تر ټولو لوی شرکت( G4S) دی جوړ شوي دي.

په دې ریپوټ کې راغلي چې حجاجو ټول شخصي مالومات لکه: روغتیایي چارې، اساسي مالومات، انځورونه، د پاسپورت نمبر ، د ویزې نمبر، په مکه مکرمه کې او مدینه کې بته پکې لیکل شوې او د دیتابیس په ډول پکې راټول شوي دي.

نومه وړی شرکت د صهیونیستي رژیم نږدې همکاره شرکت دی چې یو مهال یې داسرایلو د بند خونو مسولیت درلود.

څه موده وړاندې، محمد بنتن چې د عربستان د حج وزیر دی د سعودي عربستن خبري آژانس ته یې ویلي چې د سعودي عربستان ښونځي ټولو اسلامي هیوادونو ته ویلي چې له دې لاس بنده کار اخستنه اړینه ده او دا ټول په دیتابیس کې شامل دي.

دده په وینا دا لاس بند په جي پي اس مجهزه دی او هره شیبه به حاجي تر کنترول لاندې وي، په دې مانا چې دحاجي تګ راتګ، نور کمپونو ته تلل، له نورو حاجیانو سره لیدنه، او د مهمو او د پام وړ هیوادونو پر حاجیانو به کنترول ولري  او د سعودي عربستان پولیس به حاجیان د اپ موبایل له لارې حاجیان څاري.

پّ دې سره سعودي عربستان به له انګلیس او اسرایلو سره پّ ګډه د دریو میلیونوو حاجیانو دیتابیس ته لاس رسی ولري او هرکله به دوی له دی څخه د وسلې په توګه ګټه اخلي.

د حاجیانو کنترول په داسې حال کې جي فور ایس شرکت ته سپارل شوی او د ریاض حکومت د الکترونکی مسیر لاره ځانته غوره کړې او د ځان لپاره ویاړ ګڼي، چې څه موده وړاندې د ایران له هووایي شرکت سره داړیکو له مخې او له یوه چینایي نفتي شرکت سره دعربستان د کورنیو چارو وزارت له لوري لغوه شول.

د ویکي لیکس په ډاګه کونکي سایت ویکي لیکس لیکلي چې دا تړون لیکونه له دې امله لغوه شوي ترڅو د سعودي عربستان نفتو ته چین او ایران لاس رسی پیدا نکړي.

Author

خروج از نسخه موبایل