د غزني د ګیرو ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده
د غزني ولایت د افغانستان په مرکزي ولایتونو کې یو ناامنه ولایت دی او د دغه ولایت په ډیرو سیمو کې وسله وال نفوذ لري.
د غزني په ولایت کې سیمه ایز چارواکي وایي، د دغه ولایت د ګیرو په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
د غزني د ولایتي شورا یو شمیر غړي وایي، په دغه ولسوالۍ کې په روانه جګړه کې تراوسه وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو څخه څلور پوستې نیولي دي.
د غزني د ولایتي شورا غړي وایي، چې که په وخت دغې سیمې ته د مرستې لپاره ځواکونه ورنه شي نو کیدای شي دا ولسوالۍ طالبان ونیسي.
د غزني د ولایتي شورا یو غړي عبدالجامع امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د ګیرو په ولسوالۍ کې جګړې د تیرې ورخې راهیسې پیل شوي دي.
هغه وویل چې شاوخوا پنځه سوه وسله والو طالبانو تیره شپه د ګیرو په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه پیل کړي دي.
ښاغلي جامع وویل” د ګیرو په ولسوالۍ کې تراوسه طالبانو څلور مهمې پوستې نیولي دي، که چیرې دغې ولسوالۍ ته ځانګړي ځواکونه وانستول شي نو دا ولسوالۍ به سقوط وکړي “.
تراوسه د ګیروپه ولسوالۍ کې په روانو جګړو کې دواړو خواو ته د پیښې شوې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.
د بلې خواد غزني د اندړو په ولسوالۍ کې سیمه ایز چارواکي وایي، طالب وسله والو نن سهار د ګیرو په ولسوالۍ باندې د خپلو عملیاتو لپارهد کابل – کندهار او غزني- پکتیکا لارې بندې کړي وې.