د سوچي د سولې ژمنه او په میانمار کې د مسلمانانو پر وړاندې جنایات

د سوچي د سولې ژمنه او په میانمار کې د مسلمانانو پر وړاندې جنایات

د میانمار ولسمشرې آنګ سان سوچي د چهار شنبې په ورځ له دې سره، چې هیواد یې په ځینو سیمو کې د قومي ستونزو د له منځه وړلو لپاره یو استثنایي فرصت تر لاسه کړی، ژمنه وکړه، چې ددې په مشرۍ د سلوې تاریخي خبرې یې چې رامنځ ته کړې پکې به، د ټولو حقونه او درنښت تضمین شي.

د میانمار مشرې دا ځرګندونې د «د سولې کنفرانس» په  نامه د ناستې په پنځمه ورځ، چې د بیلتون غوښتونکو د تیرو نارامو لسیزو پای ته رسولو په موخه په لاره اچولې وه، کړې دي.

په دې ناسته کې له اولسو تر شلو سیمه ایزو ډولو استازو چې د ټول هیواد څلویښت سلنه جوړوي ګډون کړی ؤ.

دا کنفرانس «د یو ویشتمې پیړۍ پانګلانګ» او د پانګلانګ هوکړې په نامه نومول شوی دی. د هغه هوکړې په نامه چې په نولس سوه اوه څلویښتم کال کې، د آنګ سان سوچي د پلار جنرال آنګ سان، چې ددې هیواد د خپلواکۍ اتل ګڼل کیږي، رامنځ ته شوې وه. هغه مهال میانمار د بریتانیا له لوري اداره کیده.

د میرمن سوچي له څرګندونو سره، په میانمار کې د مسلمانو پر وړاندې تاوتریخوالی یواځې د راخین په ولایت کې شتون درلود، خو اوس یې لمن ددې هیواد تولو سیمو ته غځیدلې ده.

د بودایانو قهر جنو ډولو چې ځینې یې “۹ ۶ ۹” له پوځي ډلې سره ، چې« د بودا نهه ځآنګړتیاوې، د بودا لاره، او د رهبانیت نهه ځآنګړتیاوې» دي، اړیکې درلودې.

دې کسانو د میانمار په میکتیلا،نایپیادا،باگواو په دې وروستیو کې یانگون،ښآر کې د مسلمانو پر وړاندې لاس په کار شوي دي. په دې هیواد کې مسلمانان له ویرې، جوماتونو، پلورنځیوته نشي تللی او له ویره خپله مسلماني نشي په ډاګه کولای.

په تیرو دوه کلونو کې لږ تر لږه سل زره مسلمانان کډوال او په زرګونه نور وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *