په آذربایجان جمهوریت کې د صهیونیستي رژیم د ډاکټرانو شتون
د حیدر علیف خیریه بنسټ په ملاتړ، د صهیونیستي رژیم ډاکټرانو د ښځو په چارو کې، د آذربایجان په بیلا بیلو سیمو کې له دوی سره وړیا مشورې کړې دي.
اسرایلي ډاکټرانو د آذربایجان په پلازمینه باکو کې د اګست میاشتې له پنځه ویشتمې نیټې تر اوه ویشتمې شتون درلود او دوی د میرمنو چارو په برخه کې په باکو، مینګه چویر او ګنجه کې د معایناتو او لارښونو په برخه کې فعالیت کاوه او دوی ته به په وړیا ډول مشورې ورکولې.
دا اسرایلي ډاکټرانې د اسرایلو د ښځو سلام له مرکز ”Xorev“ څخه او د حیفا روغتیایي موسسې له لوري شتون درلود او د ډاکټرانو شمیره یې څوارلسو کسانو ته رسیده.
د رارسیدلو ریپوټونو له مخې، دا ډاکټران چې د ښځینه ناروغیو متخصصې وې سل تنه میرمنې یې چې په بیلا بیلو ناروغیو اخته وې، بیلا بیلو روغتیایي مرکزونو ته ور پیژندلې دي.
د صهیونیستي رژیم د ډاکټرانو شتون د نړۍ په دوهم شیعي هیواد کې هغه هم د ښځینه ناروغیو د درملنې لپاره شتون د تعجب وړ مسله ده.