د سوریې دولتي سرتیرو د حلب ښار سویلي سیمې نیولې دي

د سوریې وسله والو پوځیانو د ملیشه ډلو سره یو ځای د حلب د ښار په جنوب کې د هوايي پوهنځي د نیمایې سیمې د کنتروال واک خپل کړی دی. په دې هکله خبر په سیمه کې د «ریا نووستي» خبري آژانس خبریال ورکړی دی. د سوریې وسله والو پوځیانو د چهارشنبې په شپه د سوریې د حلب ولایت په جنوب لویدیځ کې چې د لوژستیک، توپچي او د هوايي څواکونو پوځي اکاډمۍ په کې پرتې دي، خپلو بریدونو ته دوام ورکړ. پیاده پوځیان توانېدلي، چې ځیني مهمې ودانې ونیسي او د کنترول چارې یې خپلې کړې. جګړه دوام لري.

Author

خروج از نسخه موبایل