په يمن کي د جگړې له امله 10000 کسان وژل شوي

په يمن کي د جگړې له امله ۱۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي. دا په داسي حال کې ده چي مخکي له دي په جگړه کي د وژل شويو قربانيانو شميره شپږ زره اعلانيده

دا په داسې حال کې ده چې د یمن چارواکیو په دې هیواد کې د جګړې او د سعودي عربستان پر مشری د ایتلاف په هوایي بریدونو له امله لس زره کسان وژل شوي خو ملګرو ملتونو بیا تر شپږ زرو کسانو د وژل کیدو پخلی کاوه. تیره ورخ د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه مرستو همغږي کونکي په یوه خبري ناسته کې چې په صنعا کې تر سره شوې وه وویل، چې د یمن په اتلس میاشتینۍ جګړه کې تر اوسه لس زره کسان وژل شوي دي.

جيمي مک‌گلدريک : “په په دې آند یو چې په دې سیمه کې د شته ستونزو له امله لس زره کسان وژل شوي او یا ټپیان دي که څه هم په دې هلکه کره مالومات ندي تر لاسه شوي خو مونز د لسو زرو قربانیانو پخلی کولی شو.”

له دې سره ده ویلي: کیدای شي د یمن په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمیره له دې هم لوړه وي او په ډيریو سیمو کې رواغتیایي مرکزونه شتون نلري نو له دې مخې د ډيریو وژل شوی او ټپیان شمیر ندی ثبت شوی.

مخکې له دې وږې میاشتې، مپه څلورمه نیټه ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې په دې هیواد کې د جګړو او هواییي بریدونو له کبله ااوه زره نهه سوه نهه نوي ملکیان وژل شوي ا و شپږ زره اوه سوه یولس نور ټپیان دي.

دې دفتر ویلي وو له دې وژنې سربیره سعودي عربستان د بشر له حقونو نورې سرغړونې هم کړې چې د نړیوالو قوانینو پر خلاف دي.

ملګرو ملتونو ملتون د جون په لومړیو کې د ماشومانو له حقونو د سرغړونو ریپوټ ورکړی وو ویلی یې و، چې په یمن کې شپیته سلنه وژل شوي ماشومان د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف په هوایي بریدونو له منځه تللي دي. خو د ملګرو ملتونو له دې نیټې څو ورځې وروسته د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف نوم له تورن نوم لړ څخه د ځینې فشارونو له مخې لرې کړاو پر دې مهال بانکي مون دا سیاسي ځان وژنه ښودلې وه.

په ورته حال کې د وسلو د کنترول کمپیان د ریپوټ له مخې، امریکا او فرانسه له هغه هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې له عربستان سره د یمن د برید په تړاو د وسلو مرسته کوي.

سعودي عربستان پر یمن چې یو بیوځله هیواد دی خپل بریدونه د څلور نویم کال له وری میاشتې پیل کړي ترڅو په زور سره ددې هیواد تښتیدلی ولسمشر بیرته واک ته ور وګرځوي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *