له چين څخه بار وړونکي موټر په هرو دوه اونيو کي افغانستان ته را رسيږي

د کليو او پرمختيا وزارت د شپز ۶.۶ ميلوينو افغانيو په ارزښت تر راتلونکو اونيو د سړک جوړونې پر لسو پروژو د کار له پيله خبر ورکړی دی له دي سره ټول گټې وزارت هم اعلان کړی، له چين څخه بار وړونکي موټر په هرو دوه اونيو کي افغانستان ته را رسيږي

د ټول ګټې وزارت وایي. له ایران سره د اورګاډي پتلظ درې شپیته سلنه کار بشپړ شوی او پاتې نور کار به هم ډير ژر پیل شي. له دې سره دې وزارت د ګردن دیوال د سړک دوهمې برخې د کار له پیلولو خبر ورکړی ویلي ییې دي دا سړک به د څلورو میلیاردو افغانیو په ارزښت رغول کیږي. دوی زیاته کړې دا پروژه به تر دوه دیرشو میاشتو پای ته ورسیږي. ددې وزارت ویاند ویلي، له چینه بار وړونکی اورګاډی به په هرو پنځه لسو ورځو کې افغانستان ته را رسیږي.

کليپ….مهدي روحاني، سخنگوي وزارت فوايد عامه

له دې سره د کلیو او پرمختیا وزارت هم تر راتلونکو څو اونیو د سړکونو د رغاونې له تړون لیکونو خبر ورکړی دی. ددې وزارت ویاند ویلي، دا پروژې به په بغلان، لغمان، سمنگان، تخار، بلخ و قندهار کې پلې شي.

کليپ…. اکبر رستمي، سخنگوي وزارت احيا و انکشاف دهات

په ورته حال کې د کلیو او پرمختیا وزارت د دوه سوه نولسو میلیونو افغانیو په ارزښت په سمنګانو ولایت کې د اوبو لګولو درې شپیتو پروژو له بشپړیدو خبر ورکړی دی. دې وزارت زیاته کړې، د دوه سوه شلو میلیونو افغانیو په ارزښت به پنځه پنځوس نورې دا دول پروژې هم په لاره واچول شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *