عربستان دالمسیره شبکې د برنامو ځینې برخې بندې کړې دي
په لندن کې د د خبرنګارانو او خبریالانو دملاتړ کمیتې، پر سپوږمکۍ دالمسیره شبکې پر ځینو خپرونو د بندیز په هکله نیوکې کړې ده.
د «المسیره»، شبکې ریپوټ ورکړی، چې سعودي عربستان په مشرۍ د هر هغه غږ د بندلو هڅه کوي کوم چې په یمن کې عربستان او ددوی ملګري د جنایاتو په هکله غږ پورته کوي او له دې مخې یې د المسیره شبکې پر ځینو خپرونو بندیزونه لګولي دي.
د خبریالانو او خبرناګارانو ملاتړ کمیټې دالمسیره شبکې او ددې شبکې له غړیو سره خپل یوالي اعلان کړ وویل: د عربستان داکړنه د وینا خپلواکۍ او د بشر حقونو د ټولو قوانینو پر خلاف دي او له ټولو د بشر حقوو له سازمانونو څخه یې غوښتي ترڅو په دې هکله غبرګون څرګند کړي.
دا لومړی ځل ندی چې سعودي عربستان د خپلو مخالفو شبکو د ځینو خپرونو پر بندولو لاس پورې کوي بلکې مخکې له دې هم د المیادین شبکه د عربستان تر برید لاندې راغلې وه او د لبنان پر دولت فشار راوستل شو ترڅو ددې شبکې خپرونې په عرب ست خپرې نشي.