روسيه د سوريې له لوري له کيمياوي وسلو د کار اخستني مسله نه مني

روسيه د سوريې له لوري له کيمياوي وسلو د کار اخستني مسله نه مني په ملگرو ملتونو کي د روسيې دايمي استازي ويلي په دي هکله ريپوټ له لاسوندونو اوشواهدو پرته ورکړل شوی دی

د ملګرو ملتونو څیړونکې ډلې ویلي: د ۲۰۱۵ کال د اګست په میاشت کې د امنیت شورا ته یو ریپوټ وړاندې شوی چې پکې ویل شوي، چې د سوریې دولت دوه ځله له کیمیاوي وسلو کار ا خستی دی، چې یو ځل یې د نورو وسله والو او دوهم یې د داعش پر وړاندې ؤ.

د امنیت شورا تیره ورځ دا ریپوټ څیړلی او په دې هکله یې په یوه ناسته کې بحث کړی دی.

د ملګرو ملتونو یوه غړي د څیړنکې ډلې له مشر څخه په داسې حال کې پوښتنې کولې چې په دې سازمان کې د روسیې تل پاتې استازي ویتالین چورکین له غبرګون سره مخ شوې، ده ویلي: روسیه هغه پایلې چې په سوریه کې دمشق د کیمیاوي وسلو په کارولو تورنوي نه مني. ده زیاته کړې: کار پوهانو ټول ژونې وسلې څیړلې خو په دې هکله هیڅ ډول شواهد او لاسوندونه ندي تر لاسه شوي او له دې سره ځینې مسایل پاتې دي چې باید حل کړل شي.

له بلې خوا په ملګرو ملتونو کې د سوریې استازي بشار جعفري ویلي: د ملګرو ملتونو له لوري دا ریپوټ له ریښتینولیو پرته چمتو شوی او تر اوسه په دې برخه کې فزیکي شواهد ندي تر لاسه شوي.

بشار جعفري : “د هغه پایلو له مخې چې ددې ریپوټ څخه تر لاسه شوې د هغه څیړنو او پلټنو له مخې دي کوم چې د دمشق وسله والو مخالفینو دددوی په واک کې ورکړې دي. نو له ډې مخې دا پایلې دوی ته د منلو ور ندي او نه هم په دې هکله فزیکي شواهد تر لاسه شوي او مونږ داسې شواهد ندي تر لاسه کړي چې پّ دې پیښه کې دولت د لاس لرلو ښکارندویي وکړي.”

په همدي توګه د انګلستان او فرانسې استازو چې خپلې اصلي خبرې یې د تړولو ورونو تر شا کړې په دمشق یې د بندیزونو غوښتنه کړې ده. د امریکا استازي هم د هغه کسانو پر وړاندې د لاس په کار کیدو غوښتنه کړې کوم چې له کیمیاوي وسلو یې کار اخستی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *