د یمن پرخلکو د آل سعود پر جنایاتو د بشر حقونو د فعالینو نیوکې

د امریکا مسلمانو اوسیدونکو اود بشر حقونو فعالینو، سعودي عربستان ته د امریکا له لوري د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د وسلې په پلور نیوکه وکړه او په واشنګټن کې یې د سعودي عربستان د سفارت مخې ته لاس په لاریون پورې کړ.

د دوه زره شپاړسم کال داګست په درویشتمه د سه شنبه په ورځ مدني اود بشر حقونو فعالیانو او د امریکا پخوانیو سرتیرو، په یمن کې د عربستان او امریکا له لوري د وژنو په غبرګون په دې ښآر کې د سعودي عربستان سفارت مخې ته لاریون کړی دی. لاریون کونکو د «سعودیانو په امریکایي وسلو سره د یمنیانو بچیان وژني»، «سعودي عربستان ته د امریکایي وسلو لیږد بند کړئ»، «سعودیانو په یمن کې هوایي بریدونه بند کړئ»، «پر سعودي عربستان د وسلو پلور بند کړئ» شعارونه لیږدول.

له یمنه یوه مدني فعال وویل:«زما نوم بشرا ده، دیمن اوسیدونکېیم، نن د سعودي عربستان د سفارت مخې ته ولاړه یم  او زه د یمن پر بیګناه اوسیدونکو بمباری غندم. دې زیاته کړې: د دوه وروستیو اونیو په بمبار کې، چې مدرې او روغتونونه یې په نښه کړي لږتر لږه سل کسان وژل شوي دي».

میرمن بشرا زیاته کړې: پر خلکو یې ټولنې لارې بندې کړې ترڅو د نړیوالې ټولنې له لوري له مونږ سره مرستې ونشي. دا هماغه سیاست دی چې اسرایل یې د فلسطین پروړاندې کاروي.

د لاریونکونکو په منځ کې له ځینو کسانو سره لاود سپیکرونه وو او دوی د سعودي عربستان پر ضد شعارونه ورکول: «ای سعودیانو نن مو څو ماشومان ووژل؟»، «ای سعودیانو نن مو څو روغتونونه له منځه یوړل؟».

 په دې لړ اود پنځوسمه برنامه کې، د زیړ شعار چې د جګړې ضد سازمان مدیر د سفارت مخامخ بند کړی وو، په شکولو سره یې یې وویل: د امریکا پر پټو پولیسو د شرم وي، چې په نیویارک کې له هغه جنایتکارانو سره مرسته او له دوی څخه ساتنه کوي کوم چې په چاودنو کې لاس لري.شرم د وي د امریکا پر پټو پولیسو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *