شمالي کوریا خپل یو وزیر اعدام کړی دی

شمالي کوریا تیره میاشت د لومړي وزیر مرستیال او د معارف پخوانی وزیرکیم یونګ جین اعدام کړی دی

نوموړی تر ۲۰۱۲ کال پورې د پوهنې او روزنې وزیر و، خو په هماغه کال یې له وزارته د لومړي وزیر مرستیالۍ ته رتبه پورته شوه.

د سویلي کوریا ددې ادعا ترڅنګ د شمالي کوریا کومې سرچینې تر اوسه ددغه خبر په اړه څه نه دي ویلي.

په ۲۰۱۲ کال، د شمالي کوریا سرچینو ومنله چې د ولسمشر د ترور مېړه چینګ سونګ تک د مجرمانه اقتصادي او مشر ته د باور نه لرلو له کبله په اعدام محکوم شو.

تېر کال هم د شمالي کوریا د دفاع وزیر هیون یونګ چول مشر ته د “کمزورې وفادارۍ له کبله” اعدام شو.

کیم جونګ اون په ۲۰۱۱ کال د خپل پلار کیم جونګ ایل تر مړینې وروسته، چې لا ۳۰ کلنۍ ته نه و رسېدلی، د شمالي کوریا د کارګر ګوند لومړی منشي، د مرکزي پوځي کمیسیون مشر او د شمالي کوریا ولسمشر شو.

د شمالي کوریا د مرستیال لومړي وزیر د اعدام خبر د شمالي کوریا د چارواکو له هغو څرګندونو څو ورځې وروسته خپور شوی، چې ګني بریتانیا کې یې مرستیال سفیر له خپلې کورنۍ سره جنوبي کوریا کې پناه اخیستې ده.

د شمالي کوریا سرچینو تر اوسه د مرستیال لومړي وزیر د اعدام په اړه غبرګون نه دی ښودلی. په تېر کې د پیونګ یانګ د ځینو چارواکو د اعدام په تړاو ځینې خبرونه د شمالي کوریا د چارواکو له خوا دروغ ګڼل شوي.

که د ښاغلي کېم اعدام تایید شي دا به د د لوړپوړو چارواکو د چاڼونې او اعدام د لړۍ تازه کړۍ وي چې په ۲۰۱۱ کال کې واک له راتللو راهیسې کین جونګ – اون کوي.

Author

خروج از نسخه موبایل