دا تړون په امریکا کې د دواړو هیوادونو د دفاع وزیرانو ترمنځ لاسلیک شوی دی
د دواړو هیوادونو دفاع وزیران دا هم وايي، چې یو لوری د مقابل اړخ په اډو کې پوځیان ځای په ځای کول
د دوشنبې په ورځ د دې تړون د اعلانولو پرمهال اشټن کارټر وویل، دا تړون سره د هند او امریکا ترمنځ ګډو پوځي همکاریو کې اسانتیا راولي، خو دا هرڅه به تل د دواړو لورو په خوښه کیږي.
اشټن کارټر او منوپر پارکر په ګډه دا هم وویل، چې د دې تړون کوم لوری د مقابل لوري په اډو کې د سرتېرو ځای پرځای کولو اجازه نه لري. په هند کې دا تړون په سیاسي توګه خورا حساس دی او له نژدې یوې لسیزې راهیسې ددې تړون هڅې روانې وې. په هند کې کیڼ اړخې ګوندونه د دې تړون خلاف دي او د کانګرېس په مشرۍ یو پي اې حکومت هم دې تړون ته دوه زړی دی.
واشنګټن کې ډېر کارپوهان په دې باور هم دي چې د هند او امریکا ترمنځ زیاتېدونکي پوځي اړیکي د چین د زیاتېدونکي نفوذ د کمولو په لاره کې یو مهم پورته کړل شوی ګام دی.