په قرغیزستان کې د چین سفارت کې چاودنه شوې

چاودنه د یوه موټر بم په وسیله رامنځ ته شوې ده

د قرغیزستان له پلازمېنې بیشکک د سې شنبې ورځې په سهار خپرو شویو راپورونو له مخې، له چاودنې وروسته یو شمېر امبولانسونه هم لیدل شوي چې د پلازمېنې جنوب کې د چین سفارت ودانۍ پر لور روان و.

پولیسوW020160802176638570085 د چاودنې ځای کلابند کړی او په دغه سیمه کې د موټرو تګ راتګ ته اجازه نه ورکوي.

د قرغیزستان یا چین رسمي چارواکو د دې چاودنې او له هغې د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې او زیان په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د روسیې سپوتنیک خبري اژانس “د قرغزستان د روغتیا وزارت د سرچینو” له قوله ویلي چې په دې چاودنه کې لږ ترلږه یو کس وژل شوی.

د رپوټ له مخې، په دې چاودنه کې د موټر چلوونکی بریدګر وژل شوی او درې کسان ټپیان شوي دي.

قرغیزستان په منځنۍ اسیا کې د پخواني شوروي اتحاد یو جمهوریت و چې د ۱۹۹۱ کال اګسټ کې یې خپله خپلواکي اعلان کړه. دا هیواد له ازبکستان، قزاقستان، تاجیکستان او چین سره ګاوندی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *