له دې وروسته به له افغانستان څخه هند او دوبۍ ته د هوا له لارې تازه میوې صادریږي

افغانستان تر اوسه د تازه میو لپاره دسوداګرۍ لپاره دښه بازار په موندلو کې پاتې راغلی دی

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایي؛ د افغانستان له حکومت سره په همغږۍ په پام کې لري چې د هېواد تازه مېوې د هوا له لارې هند او متحده عربي اماراتو ته صادرې کړي.

ددې خونې مرس244464_591تیال خانجان الکوزی وایي، د هند حکومت ژمنه کړې چې دغه هېواد ته د افغانستان له صادراتي مېوو مالیه نه اخلي.

د روان کال په جوزا/غبرګولي میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر سرحدي شخړو وروسته د افغان سوداګرو په وینا د کابل او اسلام اباد ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه کمه شوې ده.

ددغې ترېنګلتیا په لړ کې د تورخم سرحدي دروازه د ۵ ورځو لپاره تړلې وه. پاکستان د اسد/زمري په ۲۷مه له افغانستان سره په په سوېلي ولایت کندهار کې د سپین بولدک پوله وتړله پاکستاني چارواکو ددې کار لامل هلته یوه اعتراضي لاریون کې د پاکستان بیرغ سوځول بللي.

ښاغلی الکوزی وایي، پاکستان په قصدي ډول غواړی چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د صادراتو کچه کمه شي.

هغه وویل، پاکستان نور له افغانستان سره سوداګري نه غواړي او د افغانستان دولت باید خپلو سوداګرو لپاره د سوداګرۍ نورې لارې پرانیزي.

د هغه په وینا، وړاندې د کندهار سپین بولدک له لارې پاکستان ته هره ورځ ۶۰ کانټینره تازه مېوې استول کېدې چې اوسمهال د پولې تړل کېدو له امله دا لړۍ په ټپه درېدلې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *