هیواد ته دافغان کډوالو راتګ چټک شوی دی

افغانان هیڅکله په دې کچه له پاکستان څخه خپل هیواد ته نه وو راګرځیدلې

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو وزارت وايي هېواد ته یې له پاکستانه د کډوالو کمسارې جوپې ورماتې شوې دي.

د نوموړي وزرات سلاکار حفیظ احمد میاخېل ویلي، هره ورځ شاوخوا پنځه زره کسان له پاکستانه راستنېږي چې د ۲۰۱۶ کال له پیله د اګست تر ۲۰ مې پورې په ټولیز ډول له ۱۷۰ زرو ډېر افغانان کډوال هېواد ته راستانه شوي چې ډېری يې په ننګرهار او کابل کې مېشت شوي دي.

ښاغلی میاخېل وايي دا په تېرو کلونو کې تر ټولو لوړه کچه ده چې د کډوالو په ستنېدو کې لیدل کېږي.

له ستنېدونکو هر یو تن سره د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان ۴۰۰ امریکايي ډالره مرسته کوي او د کډوالۍ نړیوال سازمان ای او اېم ورسره د کور د لوښو او اړتیا وړ توکو مرسته کوي.

له دغې ډلې له ۱۱۳ زره تنو ډېر يې بې اسنادو او نژدې ۶۰ زره يې اسناد لرونکي افغانان له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.

د بې اسناده کسانو ۷۶ سلنه يي په ننګرهار کې مېشت شوي او له ۱۵ سلنو ډېر يې په کابل او نورو ولایتونو کې ځای پرځای شوي دي.

چارواکي وايي وطن ته د ستنو شویو کورنیو سره چې د افغانستان د تابیعت تذکره ولري او د اوسېدو کور یې نه وي د ولسمشر د فرمان له مخې یوه نومره ځمکه ورکول کېږي.

افغان چارواکو ویلي ولسمشر ۱۵ وزارتونو او ۷ خپلواکو ادارو ته امر کړی چې د کډوالو د مېشتولو او سمبالښت په چاره کې مرسته وکړي.

د کډوالو وزارت وايي د ستنېدونکو کورنيو لومړی د ډیورنډ په کرښه تورخم او سپین بولدک کې نوم لیکنه کېږي او وروسته د مرستندویانو او حکومت یو ګډ بنسټ د دغو کورنیو اړتیاوو ته په پام له خوراکي توکيو نیولې تر لېږد وسایلو مرسته ورسره کېږي.

د کډوالو وزارت سلاکار وايي تمه شته چې د ستنېدونکو دا بهیر لا نور ګړندی او د کال تر پایه زرګونه نورې کورنۍ وطن ته ستنې شي.

د پاکستان حکومت لخوا د افغان کډوالو په اړه له نوې پاليسۍ وروسته خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو بهير زيات شوی دی.

Author

خروج از نسخه موبایل