د شیعه ضد وقایع په نامه د خپاره شوي ریپوټ له مخې، چېد شیعه بشر حقونو دادارې له لارې خپور شوی، په واشنګټن ډي سي کې د یوه ناپیلي سازمان په وینا: په دوه زره شپاړسم کال کې په لړ کې دمنځنۍ کچه هره ورځ پنځه ویشت شعیه ګان وژل شوي او شل نور ټپیان شوي. دې سازمان خپل ټول پام د نړۍ د شیعه ګانو حقونو ته راګرځولی دی.
ددې ریپوټ له مخې ډيری کسان د اسلامي دولت په نامه د داعش وسله والې ډلې له لوري وژل شوي دي.
ددې ریپوټ په یوه برخه کې لیکل شوي: “په ډیریو هیوادونو کې د شیعګانو پر ضد بنسټونه ډير شوي دي او ډيری شیعه ګان دشیعه ضد کړنو له امله قرباني کیږي له دوی سره د نیولو او بې دلیله بندي کیدو چلند کیږي او له دوی سره تاتریخوالی کیږي اوممنوع الخروج کیږي.”
د شیعه له حقونو د دفاع سازمان (SRW) داسې مالومات تر لاسه کړي او ځینې رسنۍ او بنسټونه یې خپروي او دې سازمان تر څیړنې لاندې نیولي دي.
د شیعه له حقونو ددفاع بنسټ په افغانستان، بحرین، عراق، پاکستان، عربستان سعودی، کویت، او نیجریه کې خپل تمرکز کړی دی.
د شیعه له حقونو د دفاع سازمان په دوه زره پنځه لسم کال کې راهیسې د ملګرو ملتونو له اقتصادي او ټولنیز شورا سره همکاري پیل کړې ده.