بیا هم د امریکا خیانت خو داځل د سوریي کردانو سره!

بیا هم د امریکا خیانت خو داځل د سوریي کردانو سره!

له داعش سره په مبارزه کې د کردانو له ځان تیریدنې او ددوی له لوری په دې برخه کې نه چندان لږې لاسته راوړنو ته په کتو سره، له دې سره چې دا ډلې د داعش پر وړاندې د مبارزې یواخیني وسله وال ښودل کیږي، خو له وروستیو حالاتو څخه داسې ښکاري چې د داعش پر وړاندې د ترکیې یوځای کیدو سره دا کردان دي چې تر ډیره تر بریدونو لاندې راځي.

خو په دې وروستیو کې د داعش د بدلون په تړاو ځینې نور بدلونونه هم رامنځ ته شوي دي: امریکا په دې وروستیو کې د کردانو د لاس لنډولو او حتی له دوی سره د خیانت هڅه کوي، له هغه سرتیرو سره چې له داعش سره په جګړه کې یواځیني ځواکونه ښودل کیل.

دا په داسې حال کې ده چې جوبایډن ترکیې ته سفر کړی وو او د اردوغان حکومت له مشرانو سره یې لیدلي دي. د بایډن داسفر د هغه فضا او شخړو د کمولو موخه لری چې په دې وروستیو کې د انقرې او واشنګټن ترمنځ رامنځ ته شوې دي. ده چې په ترکیه کې د کودتا پر مهال د دې هیواد پر وړاندې سم دریځ غوره نکړ اوس یې له دوه میاشتو وروسته دا کودتا غندلې ده!!

له بل لوري د ترکیې لومړي وزیر بینالي یلدریم ویلي: له امریکایانو سره دې هوکړې ته رسیدلي چې د فرات رود له لویدیځ او منبیج ښار خخه به کردان وباسي او دا پیغام د سوریې په شمال کې د کردانو لپاره د اندیښنې وړ دی.

امریکا چې په منبج کې د داعش پر وړاندې د کردانو ملاتړ کاوه، نن د ترهرګرو بریدونه د داعش پر وړاندې دوی ته د منلو وړ دي او په یو ډول سره له دې وسله والو ډلو د ترکیې سیاست دوی ته دمنلو وړ دی له دې سره چې امریکا په سیمه کې د وسله والو ډلو پر وړاندې له مکارانه سیاست څخه کار اخلي.

له دې داسې ښکاري چې امریکا ترکیې ته د بایډن په استولو سره د ترکیې لوړ پوړیو چارواکیو ته نوې ژمنې ورکړې ترڅو په دې سره د روسیې ایران او ترکیې ترمنځ یوالی او همکاري له منځه یوسي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *