په انګلیسي هوشمندو بمونود یمنیانو د وژل کیدو رسوایي

د آبز رور ورځپاڼې د یکشنبه په ورځ “جیمی دوارد” له خولې لیکلي: په انګلیستان کې د رایتون او اسکاتلند کې هوشمنده بمونه رامنځ ته کوي چې خپل قابلیت یې په ټولو برخو کې په ډاګه کړی دی.

آبزر ویلي چې رایتون، په نړۍ کې د بمونو او توغندیو تر ټولو لوی کارنځای دی.

ددې ورځپانې د لیکنې له مخې: سعودي عربستان له هغه هیوادونو څخه دی چې له دې بمونو کار اخلي او د انګلستان د وسلو له لوی پیرودونکو څخه شمیرل کیږي.

انګلستان په دیارلس سوه پنځه لسم کال کې پر سعودي عربستان د درې نیم میلیارده پونډو په ارزښت پر عربستان وسله پلورلې ده.

دې انګلیسي ورځپاڼې لیکلي: له انګلستان څخه د سعودي عربستان د وسلو د ډير پلور لامل پر یمن برید دی او د دوه زره شپاړسم کال په پیل کې د بشر حقونو بنسټونو، په یمن کې د دوه لویو چاودنو سیمې څیړلې دي، هغه سیمې چې د عربستان په مشرۍ د ایتلاف له لوري بمبار شوي او په لړ کې یې ډيری یمنیان وژل شوي دي.

خو د پام وړ مسله داده چې دې څیړونکو په دې دوه لویو چاودنو سیمو کې د انګلیسي وسلو نښې نښانې تر لاسه کړي دي.

ددې مطلب لیکونکی وایي: انګلستان په داسې نورو هیوادونو وسلې پلوري چې د بشر حقونو څخه د سرغړونې دوسیې هم لري.

Author

خروج از نسخه موبایل