په اسلام اباد کې افغان سفير ويلي د سپين بولدک د دروازي د ټړلو لپاره هيڅ ډول دليل شتون نلري حضرت عمر زاخيلوال ويلي پاکستاني چارواکي هره ورځ له دوی سره د در وازي د پرانستلو ژمنه کوي خو تر اوسه دا ژمنه پلې شوې نده

د سپين بولدک او چمن لاره د افغاانستان د خپلواکۍ په ورځ له هغه وروسته وتړل شوه کله چي د يو شمير افغانانو له لوري د پاکستان بيرغ وسوځول شو. په اسلام آباد کې افغان سفیر د لاریون کونکو له لوري د پاکستان د بیرغ سوځول غندلي او له پآکD0694B35-C175-418B-9D13-44B222D69283_w610_r1_sستاني لوري یې غوښتي ترڅو زر تر زره دا دروازه پرانیزي.

زاخیلوال ویلي: په دې هکله یو کمیسیون رامنځ ته شوی وو او افغان لوري ویلي، له تیرې چهار شنبې ورځې راهیسې پآکستاني پلاوی حتی په دې هکله خبرو ته نه چمتو کیږي. پآکستاني رسنیو ددې هیواد د چارواکیو له خولي ویلي، ترڅو چې افغان لوری د پاکستان د بیرغ سوځولو په هکله بښنه ونغواړي دا دروازه به بنده پاتې وي.

په اسلام آباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال ویلي: افغان حکومت به هلته بښنه غوښتې وی چې د بیرغ په سوځولو کې یې لاس درلودلی وی. دوی ویلي، ددې دروازې تړلو نه یواځې افغان سوداګرو ته ستونزې رامنځ ته کړې بلکې د افغان کډوالو کورنۍ یې له ګڼو خنډونو سره مخ کړي دي، د هغه کډوالو لپاره کوم چې غواړي د ملګرو ملتونو د پلان له مخې خپل هیواد ته ستنې شي. د سوداګرو له موټرو سره د کډوالو د کډې موټر هم په دې لیکو کې د دروازې د پرانستلو په تمه دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *