واشنگټن په يمن کي د ماشومانو د وژلو په تراو د عربستان ملگری دی

د ايران بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف دا څرگندوني له هغه وروسته کړې کله چي امريکا ايران يمن ته د وسلو په استولو تورن کړ

د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د یمن ستونزې د هواری په تړاو او په دې هیواد کې د کورنۍ جګړې په هکله ویلي: ” ښاغلی کري د نورو په پرتله په ښه توګه په دې پوهیږي چIMG15195877ې سعودي عربستان له یوه نیم کال راهیسې د یمن د پخلاینې ټولې خبرې له ناکامۍ سره مخ کړي دي.”

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د عربي او یو شمیر نورو هیوادونو د مشرانو په ناسته کې د ګډون په موخه خلیج فارس ته سفر کړی وو او د تیرې پنجشنبې په ورځ ایران یمن ته د پرمختللو وسلو په استولو تورن کړ او دا مسله یې د سیمې د امنیت لپاره ګواښ ښودلی دی.

ښآغلي ظریف تیره ورځ په دې غبرګون په منځني ختیځ کې د امریکا پر تګلارې کلکه نیوکه وکړه وویل: “د امریکا متحده ایالاتونو په دې څرګندونو سره په یمن کې د ماشومانو او ملکي کسانو په وژلو کې له عربستان سره ځان شریک کړ او له شک پرته ددې مسولیت په منلو سره باید په دې برخه کې ځواب ورکړي.”

د ایران بهرنیو چارو وزیر نغوته، په یمن کې د ماشومانو د وژل کیدو په تړاو د ملګرو ملتونو وروستي ریپوټ ته وه، چې پکې ویل شوي د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په یمن کې ماشومان او ملکي کسان په نښه کړي دي.

د ملګرو ملتونو لوی منشي په یو لړ مراسمو کې اعلان کړی وو چې په یمن کې شپیته سلنه وژل شوي ماشومان د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي چې په لړ کې یې پنځه سوه لس ماشومان وژل شوي او شپږ سوه اوه شپیته نور ټپیان دي.

له دې اعلان وروسته، ملګرو ملتونو په تور نووم لړ کې د دې ایتلاف د نوم د راوستلو اعلان وکړ خو وروسته بیا دفشارونو له امله د لنډې مودې لپاره د ایتلاف نوم له تور نوم لړ څخه ویستل شو. د ملګرو ملتونو دا پریکړه د بشر حقونو یوشمیر ادارو له غبرګون سره هم مخ شوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *