روسیه او امریکا د سوریې کړکیچ حل ته نږدې شوي دي
روسیه او امریکا د سوریې کړکیچ حل ته نږدې شوي دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي، له خپل روسي سیال سیرګي لاوروف سره یې جنیوا کې د سوریې د اوربند په تړاو بیا خبرې پیل کړې.
جان کري دا څرګندونې له خبریالانو سره د خبر پر مهال کړي دي.
وروسته جان کیري وويل: ”موږ هوکړې ته ډېر نژدې شوي یو، خو د نهايي کولو لپاره یې باید بیړه ونه کړو”.
پر همدې مهال، د دمشق له داریا نه، چې څلور کاله د سوریې د پوځ له خوا کلابند و، زرګونه ولسي وګړي په وتلو دي.
جان کیري وویل، په هوکړه کې ځینې داسې ډيپلوماتیک ټکي پاتې دي، چې د دواړو خواوو پرې د نظر اختلاف دی.
په ژنیوا کې د بي بي سي خبریاله ایموجین فوکس وايي، کیري ونه ویل چې تر راتلونکو ورځو پورې به د اختلاف کوم ټکي حل کړي، خو ویې ویل: ”په سوریه کې ډېری خلک پوهېږي چې په هېواد کې اوربند عملي کېدونکی دی، دا هوکړه به تاوتریخوالی کم کړي. سوري وګړي تر هرڅه ډېر اوربند ته اړتیا لري.”