ډيری افغاني کرهنيز محصولات د گاونډيو هيوادونو په نامه نړيوال بازار ته لاره پيدا کوي، چي لوی لامل يي په هيواد کي پروسس او بسته بنديو مرکزونو نشتون دی.
د کرهنې او مالدراۍ وزارت نن په دي برخه کي له يوه خصوصي شرکت سره د دوه اعشاريه شپږو ميليونو افغانيو په ارزښت يو تړون لاسليک کړ.
افغانستان د سی
له دې مخې د کرهنې او مالدارۍ وزارت نن د پروسس او بسته بندۍ د دولسو مرکزونو د رامنځ ته کولو لپاره له یوه خصوصي شرکت سره تړون لاسلیک کړ.
د کرهنې وزیر ویلي، مخکې له دې هم د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د بسته بندی او پروسس نولس مرکزونه رامنځ ته شوي دي او ټاکل شوې چې دا ډول دولس نور مرکزونه د هغه خصوصي شرکت له لوري رامنځ ته شي کوم چې نن تړون ورسره لاسلیک شو. دوی ویلي دا مرکزونه به په کابل، بلخ، ننگرهار، پکتيا او کندز ولایتونو کې رامنځ ته کیږي او ډيریو کسانو په دې برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده. ښآغلي ضمیر زیاته کړې: په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې افغاني توکیو پلورولو ته لاره هواره شوې ده.