په ننګرهار كې د سړي تښتونكو د يوې ډلې مشر نيول شوى

د ننګرهار د والي وياند ویلي چې دنيول شوي کس ترمشرۍلاندې د سړي تښتوونكو دغه ډلې د جلال اباد  په لويه لارو د سړي تښتونې او غلاوو په لسګونو پېښو كې لاس درلود.

د والي وياند عطا الله خوګياڼي زياته کړه،چې ياد کس د هاليکس ډوله موټر او د ملي امن18يت له يونيفورم څخه په استفادې په جرمي پېښو لاس پورې كاوه چې اوس مهال يې په خپل جرم اعتراف كړى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د برمتې پیښې ډيرې شوې او هیوادوال یې سخت اندیښمند کړي دي.

د ننګرهار د والی ویاند ویلي، اوس هم له نیول شوي کس څخه پوښتنې روانې دي او کیدای شي دده د مالوماتو له مخې ددې ډلې نور غړي هم ونیول شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *