په کابل کې پر امریکایي پوهنتون چاودنه شوې
ځینې ریپوټونه وایي چې له چاودنې سره سم ډزې هم شوي دي
کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم اخستلو سره ویلي، پر امریکایي پوهنتون برید شوی دی او وايي چې سیمې ته یې سرتېري استولي دي، چې برید کابو محصلین، استادان او نور کار کوونکي خوندي ځایونو ته انتقال کړي.
د پوهنتون یو چارواکي هم رسنیوته ویلي، چې برید شوی او دوی هڅه کوي، چې محصلین، استادان او نور کارکوونکي خوندي ځایونو ته انتقال کړي.
یو شمېر عیني شاهدانو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې، په پوهنتون کې دننه ځیني استادان او محصلین ایسار پاتې دي.
د اسوشیټډ پرس تصویر اخیستونکي او د دغه پوهنتون محصل مسعود حسیني په خپل ټویټر کې لیکلي چې دوی د ننه ایسار پاتې دي او مرسته غواړي.
تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی. دا لومړی ځل دی چې پر دغه پوهنتون باندې دا ډول وسله وال برید کیږي، مګر شاوخوا دوه اونۍ مخکې نامعلومه وسله والو د دغه پوهنتون دوه استادان، چې یو یې امریکاي او بل یې استرالیایی، هم وتښتول شول، تراوسه د هغوی درک هم معلوم شوی نه دی.