د ترکيي ځانګړو ځواکونو له جرابلس څخه د داعش د په شا کولو لپاره د سوريي خاوري ته دننه شوي دي په ورته حال کي د ترکيي هوايي او توپچي ځواکونو هم په دي ښار کي د داعش پر مرکزونو بريدونه کړي دي

د ترکيي پوځي ټانکونه له سوريې سره گډې پولي ته نږدي ځاي پر ځای شوي او د سوریې په خاوره کې یې پر ځینو مرکزونه بریدنه کړي دي. له جرابلس ښار څخه د خپرو شویو انځورونو سره مخې د ښآر له بیلا بیلو برخو لوګي پورته کیږي. ترکیې ویلي دا عملیات د داعش پر وړاندې د امریکا په مشری له ایتلاف سره په همغږۍ تر سره کیږي. د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ویلي دا عملیات له داعشه د ګاونډي هیواد د پاکوالي په موخه تر سره کیږي4bk55efc52f9c77pus_800C450.

مولود چاوش اوغلو- د ترکیې بهرنیو چارو وزیر: ” له داعشه د عراق او سوریې د پاکوالي په موخه چې هر ډول همکارۍ ته اړتیا وي تر سره به شي مونږ په هغه سیمو کې عملیات کوو کوم چې د داعش ګواښ پکې ډير دی او جرابلس یې پیل دی دا زمونږ د امنیت لپاره ډيره اړینه ده.”

د ترکیې ټلویزیون ویب سایټ هم لیکلي: د جرابلس په هکله د عملیاتو په تړاو روسیې ته هم خبر ورکړی دی.

په یوه کرد میشته ښآر کې د یوه واده په مراسمو کې له چاودنې وروسته ترکیې ویلي چې دوی غواړي له خپلو پولو دداعش وسله وال په شا کړي

له دې سره چې ترکیې د داعش پر مرکزونو بریدونه کړي د کردستان د خلق ګوند هډې یې هم تر بریدونو لاندې راوستلې خو د دوکرات اتحاد ګوند مشر ویلي: « ترکیه د سوریې په ستونزه کې ښکیله شوې او د داعش په څیر به ماته وخوري».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *