انسپ نورجامان چې په حمبلي پیژندل شوی او اندونیزیایې رسنیو کې له ده څخه د اندونیزیایي بن لادون په ډول 120111153138_gnatanamo_1_926x521_ap_nocreditیادیږي، د ګوانتانامو د څیړونکې شورا څخه یې غوښتي ترڅو دی له دې بندخونې خوشي کړي.

د مالزیا حکومت ددوشنبه په ورځ د مالیزیایي بن لادن د غوښتنې پر وړاندې غبرګون ښکاره کړی او د ګوانتانامو له څیړونکي شورا څخه یې غوښتي ترڅو دا کس په بندخونه کې وساتي او هغه دده غوښتنه چې د ختیځي آسیا امنیت ته به ګواښ نوي رد شوې ده.

د مالیزیا د لومړي وزیر مرستیال ‘نور ازلان محمد’ ویلي: حمبلي د ترهګرو یو پخوانی مشردی  او کیدای شي د جماعت اسلامي پرپاتو غړیو خپله اغیزه ولري.

ده زیاته کړې، له دې سره چې نومه وړی له لسو کلونو راهیسې له دې سیمې لرې دی خو کیدای شي چې د جماعت اسلامي ډلې غړي دده د بیرته را ګرځیدو په تمه وي اودده په راګرځیدو سره یوځل بیا خپل فعالیتونه پیل کړي

‘حمبلی’ چې د خپل ژوند یوه برخه په مالیزیا کې تیره کړې، له هغه یو شپیتو بندیانو څخه شمیرل کیږي چې د خطرناکه ترهګرو په توګه د ګوانتانامو په بندخونه کې ساتل کیږي.

له دې بندیانو څخه چې تر اوسه یې د شلو کسانو د خوشي کولو شرایط وړاندې شوي له دوی څخه د څلورو کسانو د خوشي کولو څیړنه روانه ده او نهه نور کسان د پریکړې په تمه دي.

حمبلي چې د دوه زره یو کال د سپتامبر میاشتې د یولسمې پیښې وروسته د آسیا په سویل ختیځه سیمه کې د امریکا د یوه جاسوسۍ ښکار شو، په دې وروستیو کې د اندونیزیا د حکومت له لوري یو ګواښ ګڼل شوی دی.

د دوه زرم کال د کریسمس له بریدونو مخکې چې داندونیزیا په اتو ښآرونو کې د القاعدې او اندونیزیا د جماعت اسلامي له لوري په لاره اچول شوي وو، په دوه زره دوهم کال کې د بالي بم ایښودنې او په دوه زره دریم کال کې دجاکارتا په ماریوت هوټل کې بم ایښودنه  هغه پيښې دي چې حمبلي پکې په لاس لرلو تورن دی

دی په دوه زره دریم کال کې نیول شوی او په دوه زره پنځم کال کې ګوانتانامو ته ولیږدول شو ، خو له دې سره چې پر ده ډيری تورنه دي هیڅ کله په ده داتورونه ثابت شوي ندي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *