ناټو د کندز او هلمند ولایتونو په هکله ډاډ ورکړی دی

په دې دوه ولایتونو کې له څه مودې راهیسې سختې جګړې روانې دي

د ناټو پریکړنده ملاتړ ماموریت ویاند په هلمند او کندز ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ جګړې ډيرې ښودلي خو وایي، اټکل یې دا دی چې نه به لښکرګاه او نه به کندز د وسله والو لاس ته ورشي. ویاند وویل چې افغان ځواکونو د تیرکال په پرتله خپلې محاربوي وړتیاوي ډیرې کړي دي “مونږ په دې پوهیږو چې طالبانو یو شمېر تکتیکي پرمختګونه کړي او دا ممکنه ده چې دا تکتیکي پرمختګونه دوام وکړي. خو مونږ به وګورو چې افغان ځواکونه په کوم حالت کې دي او کله چې مونږ اوسنی حالت د تېرکال سره پرتله کوو، مونږ اوس هم په دې باور یو چې دوی د تیرکال د همدې مودې پرتله په ښه دریځ کې دي.”

د امریکا د پوځ او د ناتو ویاند وویل، چې طالب وسله وال پوځي وړتیاوې لري خو دا ډله دومره وړتیا هم نلري.

د ناټو او امریکایي ځواکونو دغه جنرال د ننګرهار په ولایت کې د اسلامي دولت پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو یادونه وکړه او وویل چې په دغو عملیاتو کې د دغې ډلې د څو مشرانو او قوماندانانو په ګډون په سلګونو غړي يې وژل شوي دي.

هغه وویل تر ټولو مهمه داده چې افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت د کوټ، ده بالا او اچین ولسوالیو ته ورغلل او هلته یې د کوټ ډیرې برخې او د ده بالا او اچین یو شمیر سیمې د داعش له وسله والو پاکې کړې.

دغه جنرال په لښکرګاه کې د امریکایي نږدې ۱۰۰ عسکرو د ځای په ځای کیدو په باب وویل چې دا عسکر د هلمند پولیسو ته د روزنې لپاره ځای په ځای شوي، خو هغوی په محاربوي عملیاتو کې برخه نه اخلي.

Author

خروج از نسخه موبایل